د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په لړ کې بایډن د دموکراسۍ د ساتلو په اړه وینا کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو وړاندې د دغه هېواد د برحال ولسمشر جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سیالیو په لړ کې، ټاکل شوې ده چې بایډن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) د دموکراتیکو بنسټونو د ساتنې په اړه په اریزونا کې کلیدي وینا وکړي.

سپینې ماڼۍ وویل چې د دموکرات ولسمشر وینا به د اریزونا د مرحوم سناتور جان مکین "میراث ته درناوی" وکړي. مکین منځلاری جمهوري غوښتونکی و او د ټرمپ سره یې مخالفت ښودلی و.

په داسې حال کې چې له ټاکنو وړاندې نظر پوښتنې دواړه سیالان مساوي ښيي، ۸۰ کلن بایډن په دې وروستیو کې د جمهوري غوښتونکو پر مخکښ کاندید ټرمپ باندې نیوکې کړي چې دموکراسي "ویجاړوي."

ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د بدلولو د هڅې په اړه له جنایی تورونو سره مخامخ دی. خو نوموړي پر ځان باندې لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل د اریزونا په ټیمپي ښار کې د بایډن وینا به "زموږ د دموکراسۍ په ساتلو کې د امریکا د ادارو اهمیت او د متحده ایالاتو اساسي قانون ته د دوامدارې وفادارۍ پر اړتیا باندې تمرکز وکړي."

له دې وړاندې، په لومړي ځل د امریکا یو برحال ولسمشر په دغه هېواد کې د موټرو جوړولو د کارګرانو له اعتصاب سره یو ځای شو او د هغوی د حقونو ملاتړ یې وکړ.

بایډڼ د سې شنبې په ورځ د مشیګن ایالت په ډیټرایټ ښار کې د موټر جوړولو د معترضو کارکونکو سره یو ځای شو.

بایډڼ د سې شنبې په ورځ د مشیګن ایالت په ډیټرایټ ښار کې د موټر جوړولو د معترضو کارکونکو سره یو ځای شو. د دوو اونیو راهیسې دغه لاریون کوونکي د متحده ایالاتو د موټرو جوړولو د دریو لویو کمپنیو نه د لوړ معاش او لنډې کاري اونۍ سربیره د ځینو نورو بدلونونو غوښتونکي دي.

بایډن له احتیاطه کار واخیست او د کارګرانو د غوښتنو د ملاتړ پرځای یې وویل چې د کارګرانو د حقونو ملاتړ کوي.

هغه وویل: "خلکو، پر خپلو غوښتنو ودریږئ، ځکه چې تاسو د پام وړ لوړو حقوقو مستحق یاست. راځئ هغه څه بیرته ترلاسه کړو چې موږ له لاسه ورکړي، سمه ده؟ موږ د دوی لپاره ودریدو. اوس د دې وخت دی چې دوی زموږ لپاره ودریږي."

دغه معترض کارګران د ۴۰ سلنه معاش لوړولو او د ۴۰ پر ځای د ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ غوښتونکي دي.

دغه ټولنه وايي چې تر ۴۰۰ زره څخه ډیر غړي لري. دوی وایي چې د شرکتونو ګټې او د مشرانو معاشونه په ګړندي ډول لوړ شوي، مګر د کارګر په معاش کې خورا لږ زیاتوالی راغلی دی.

د کارګرانو د اتحادیي غړې یولینډا ډاونز وايي: "زه د توازن غوښتونکې یم. زه غواړم چې هرڅوک ښه ژوند او عادلانه ژوند وکړي. که زه په یوه اړخ کې کار کوم او په ساعت کې ۳۰ ډالره ګټم، او هغه غاړه هغه بل کس په یو ساعت کې ۱۵ ډالر ګټي، دا څنګه عدالت دی؟"

د امریکا د موټر جوړولو تر ټولو لوی شرکت جنرال موټورز، د کارګرانو په اعتراضي غونډه کې د بایډن په را څرګندیدو باندې د مستقیمې تبصرې څخه ډډه کړې، خو په یو خبرپانه کې يې ویلي چې تمرکز یې پر سیاست نه بلکې د کارګرانو د اتحادیې له مشرتابه سره پر ښه نیت او له هغوی سره یوې هوکړې ته پر رسېدو دی؛ ترڅو ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسیږي.

پوښتنه دا ده چې د کارګرانو سره د بایډن ودریدل کولای شي د خبرو اترو توازن وساتي؟

د جان جې پوهنتون غړې سوسن کینګ وايي: "شاید نه، ځکه چې په خبرو اترو کې ډیر ځانګړي څه روان دي. مګر هغه کولی شي سیاسي ملاتړ بدل کړي. موږ لا دمخه د اعتصاب لپاره د خلکو پراخ ملاتړ لرو. او زه فکر کوم چې دا به د اعتصاب کوونکو کارګرو دریځ نور هم مشروع کړي."

ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ، د ولسمشرۍ دپاره د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په دوهمې مناظرې کې د ګډون پر ځای ډیټرویټ ته نږدې په یوه فابریکه کې د هغو کارګرانو په لاریون کې ګډون وکړ چې د کارګرانو د ټولنې غړيتوب نلري.