د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره د استماعیه غونډې نیټه وټاکله


د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غواړي معلومه کړي آیا جمهور رئیس بایډن د خپل زوی د شخصي کاروبار څخه چې په بهر کې یې درلودل ګټه اخیستې که نه.
د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غواړي معلومه کړي آیا جمهور رئیس بایډن د خپل زوی د شخصي کاروبار څخه چې په بهر کې یې درلودل ګټه اخیستې که نه.

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د جمهور رئیس جو بایډن د استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره خپله لومړنۍ استماعیه غونډه جوړه کړي.

د دې مجلس د څار کمیټې یو ویاند ویلي چې ټاکل شوې دا استماعیه غونډه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸ مې وشي.

دې ویاند ویلي چې په لومړنۍ استماعیه غونډې کې به د هغو ادعاوو په هکله چې ګواکې جمهور رئیس بایډن د خپل زوی د بهرنیو هیوادونو د کاروبار څخه ګټه اخیستې، حقوقي او اساسي قانون اړوند موضوعاتو باندې تمرکز وشي.

د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي د سپټمبر په ۱۲ مې نیټې د جمهور رئیس جو بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو اعلان وکړ چې معلومه کړي آیا هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د خپل زوی هنټر بایډن د کاروبار څخه ګټه اخیستې که نه.

ښاغلي مک کارتي د دې پلټنو پیل کیدو په هکله خبریالانو ته وویل چې دا ډول "ادعاوې د فساد کلتور څرګندوي".

د استازو مجلس مشر په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ ته معلومه شوې چې جمهور رئیس بایډن د امریکا ولس ته د خپلې کورنۍ د بهرنیو معاملو په هکله درواغ ویلي. عینی شاهدانو شاهدي ورکړې چې جمهور رئیس څو ځله په ټیلیفوني خبرو کې برخه اخیستې وه، ملاقاتونه یې کړي او د ماښام ډوډۍ یې خوړلې".

مک کارتي همدرانګه وویل چې د همدې کړنو له کبله د جمهور رئیس بایډن زوی او د کاروبار ملګریو ته یې میلیونونه ډالر ګټه رسیدلې او قیمتي موټر یې تر لاسه کړي.

د استازو مجلس د څار کمیټې ویاندې همدرانګه وویل چې د دې کمیټې مشر جمهوري غوښتونکی جیمز کومر پلان لري چې د جمهور رئیس بایډن د زوی هنټر بایډن او ورور جمیز بایډن د شخصي بانک سوابقو تر لاسه کولو لپاره جلبونه صادر کړي.

د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي ښاغلي جیمز او د قضایه قوې کمیټې مشر جیم جورډن ټاکلي چې ددې پلټنو مشري وکړي.

بل پلو بیا سپینې ماڼۍ د جمهوري غوښتونکو دا هڅې رد کړي او هغه یې د "سیاست تر ټولو ناوړه بڼه" بللې.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایان سامز د دې تحقیقاتو په هکله په ټویټر کې لیکلي چې د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي د ۹ میاشتو راپدیخوا د جمهور رئیس په هکله پلټنې کوي خو تر اوسه یې د ناسمو کړنو په هکله هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي.

د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي داسې مهال د جمهور رئیس جو بایډن په هکله د پلټنو موضوع راپورته کړې چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست لپاره انتخابات وشي چې ښاغلی بایډن ورته د دیموکمرات ګوند لخوا کاندید دی.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي خو د دیموکراتانو څخه یوازې پنځه څوکۍ ډیرې لري. پدې مجلس کې ډیری جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو د پلټنو سره اندیښنه ښودلې په ځانګړې توګه داسې وخت کې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي هڅه کوي چې د ولسمشر جو بایډن د زوی، هنټر بایډن، په اړه پلټنو ته زور ورکړي ترڅو قضیه یې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قضیې سره، چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅې تورن دی، یو ډول وښيي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو ګواښ کړی چې ولسمشر بایډن به د خپل زوی د سوداګرۍ په بهرنیو معاملو کې د ښکېلتیا د هغو تورونو پر اساس چې لا تائید شوي ندي، استیضاح کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG