بادغیس کې د ناچاوده مهماتو چاودنې درې ماشومان وژلي

عکس(ارشیف)

طالب چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د پخوانیو ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس پرون جمعه اکتوبر ۲۱( تلې ۲۹) ویلي چې یاده پېښه د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په «خارستان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا پخوانیو ناچاوده مهماتو د لوبو پرمهال پر ماشومانو چاودنه کړې چې له امله یې درې تنې ماشومانې نجونې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوال سازامان روانه میاشت په افغانستان کې د پخوانیو ناچاوده توکو د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د سره صلیب سازمان د اکتوبر ۱۳ ( تلې ۲۲) ویلي و چې د روان کال د جنورۍ او جون میاشتې تر منځ په افغانستان کې د چاودېدنکو توکو چاودنو ۳۹۲ پېښې ثبت شوي دي چې له امله یې ۹۰۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سره صلیب نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې د ماین چاودنو ۸۵سلنه قربانیان ملکیان دي او ۴۰ فسصده یې ماشومان دي.

دې سازمان ویلي و چې مایونونه او چاودېدونکي توکي د افغانانو لپاره لاهم جدي ګواښ دی. یاد سازمان د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د ناچاوده مهماتو پر پاکولو باندې ټینګار کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې دروان میلادي کال په سپټمبر او جولای میاشتو کې په هلمند او زابل ولایتونو کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله د ۱۱ افغان ماشومانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د ناچاوده مهاتو د چاودنو له کبله ۳۹۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي.