کابل کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د دغه چاودنو مسؤلیت چا نه دی منلی

د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، نن سهار د کابل ښار په اتمې او پنځمې امنیتي حوزو کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې نن دوشنبه سهار د سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۱) سهار ۹:۱۰ دقیقې رامنځته شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې په اتمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ترڅنګ د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې هم د یوې بلې چسپکې ماین چاودنې له امله هم درې تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې یاد ماینونه د «تروریستانو» لخوا ځای پر ځای شوي، خو تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې مسؤلیت نه دی منلی.

دغه چاودنې پر داسې مهال کیږي چې د کورنیو چارو وزات د شنبې په ورځ په کابل ښار کې پر یو کور د عملیاتو پرمهال د چسپکي ماینونو د زېرمې د نیول کېدو خبر ورکړی و.

یاد وزارت ویلي و چې د دغه هدفمندو عملیاتو پر مهال یې ۱۴کړۍ چسپکي ماینونه نیولي دي.

په کابل کې دا چاودنې پر داسې مهال کیږي چې د هیواد له نورو ولایتونو څخه هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکول کیږي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په داسې حال کې د سولې خبرې پيل شوي ښکېل اړخونه باید تاوتریخوالي کې د پام کموالی راولي.