د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د امنیتي چارواکو په وینا نن شنبه اګست۲۲مه(وږې لومړۍ» د کابل ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمه امنیتي حوزو کې چاودنې شوي دي.

لومړۍ چاودنه نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د اوومې امنیتي حوزې اړوند «سرک نو» چهلستون سیمه کې پر یو کورلا موټر شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یو ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دوهمه چاودنه هم نن سهار ۷:۲۰ دقیقې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند «چهارراهي شهید» سیمه کې پر یو رنجر موټر شوې ده.

د فردوس فرامرز په وینا په دغه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه زیاته کړه چې نن سهار د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې هم چاودنه شوې، خو وايي مرګ ژوبله نه لري.

تر دا مهاله د دغو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس عبدالباقي امین هم د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په کابل ښار کې دغه چاودنې پر داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین او ورسره ۱۶ تنه منسوبین له دندو څخه لیري شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د وظیفوي غفلت له امله له دندو څخه لیري شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې دغه پرېکړه د زمري په ۲۸مه د توغندیزو بریدونو په تړاو د څېړونکي هیئت له لوري شوې ده.

د تیرې سې شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کالیزې پر مهال پر کابل ښار د یادو حوزو له مربوطاتو څخه ۱۴ راکټي بریدونه وشول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دغه راکټي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG