د سمنګان د سکرو ډبرو کان کې چاودنې ۸ تنه وژلي ۸ نور بند پاتې دي

عکس (ارشیف)

د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د پرونۍ چاودنې له امله اته کان کېدونکي وژل شوي او اته نور بند پاتې دي.

د سمنګان سیمه ییز چارواکو وايي، دغه پېښه پرون سې شنبه د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان په درې تونلونو کې د میتان ګازو چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن چهارشنبه جون ۱۰ (غبرګولې۲۱) ویلي چې تر دا مهاله د اتو تنو کان کېدونکو جسدونه را ایستل شوي او د پاتې نورو اتو تنو کان کېدونکو د ژغورلې هڅې هم روانې دي.

تیره ورځ د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي هم د یادې پېښې په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې په یاد کان کې د بندو کسانو د ژغورلو په هدف سیمې ته تخنیکي ټېمونه استول شوي دي.

ښاغلي مطفي وویل چې یاد کانونه د غیر مسؤلو کسانو لخوا پخپل سري توګه کیندل کیږي چې اکثره وخت ورته پېښې رامنځته کیږي.

د سمنګان د شباشک معدن د دغه ولایت له مرکز څخه ۶۰ کېلو متره لېرې دی.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې مخکې هم په سمنګان او ځینو نورو ولایتنو کې کې د ډبزو سکرو په کان کې د چاودنو له امله یو شمېر کان کېدونکي مړه او ټپیان شوي دي.