د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴(لړم درېیم) قطر ته د خپل سفر په مهال د فلسطین له ولسي خلکو سره د ۱۳۵ میلیون ډالرو اضافي مرسته اعلان کړه.
نوموړي د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ټاکل شوې مذاکره کوونکي په راتلونکو څو ورځې کې د غزې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کېدو په اړه د خبرو لپاره وویني.
انتوني بلینکن زیاته کړه چې د لبنان د جګړې د دیپلوماتیک حل لپاره هم هڅې جدي شوې دي.
متحده ایالتونه په سیمې کې له خپلو شریکانو سره په یوې طرحې کار کوي، چې اسرائيل ته له غزې څخه د وتلو اجازه ورکوي، د غزې په بیا رغونې، امنیت او ادارې کې د فلسطین د خلکو سره مرستې وشي او دا اطمینان ترلاسه شي چې حماس بیا په پښو ونه درېږي.
د حماس ډلې یو لوړ پوړي مقام د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) وویل چې د مصر منځګړو ته یې ویلي دي که اسرائيل د غزې اوربند ته ژمن دی، هغوی چمتو دي جګړه ودروي.
د حماس ډلې دغه مقام، چې په راپور کې یې نوم ذکر شوی نه دی، ویلي دي چې پلاوي یې په قاهرې کې له مصري چارواکو سره د غزې د اوربند په اړه «په نظرونو او وړاندیزونو» بحث کړی دی.
د قطر صدراعظم وویل چې مذاکره کوونکي، چې په خبرو کې د پرمختګ هڅه کوي، ژر د اسرائیلي مذاکره کوونکی سره په دوحه کې وویني.
عملي طرحه
بلینکن له جګړې وروسته د اسرائیل له لوري د غزې د بیا هر ډول اشغالولو په اړه خپل مخالفت تکرار کړ او «په بشپړ او اساسي ډول یې» په اصطلاح د جنرالانو طرحه رد کړه.
د اسرائیل متقاعدو جنرالانو ظاهرآ د غزې شمال ته د بشري مرستو د مخنیوي لپاره دا طرحه وړاندې کړې وه، چې د حماس جنګیالي وږي شي او له سیمې څخه ووځي.
بلینکن وویل چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هغه ته ډاډ ورکړی دی چې دا د اسرائیل د دولت سیاست نه دي.
بشري مرستې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ نن د بشري مرستو، اوبو، روغتیا او په غزې، د اردن په لویدیځه غاړه او په سیمې کې د میندو د صحت لپاره ۱۳۵ میلیون ډالر اضافي مرسته اعلانوو.»
هغه د غزې د بشري کړکیچ په ژر تر ژره ختمېدو ټېنګار وکړ او ویې ویل چې خلک هره ورځ هلته له فوق العاده ستونزو سره مخامخ کېږي او ژمی هم را روان دی.
په دغو نویو مرستو سره د تېرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې له فلسطینیانو سره د امریکا د مرستو اندازې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
د پاریس خیریه غونډه
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه په پاریس کې د هغو خلکو سره د نړیوالو مرستو د ټولولو غونډه جوړه شي چې د اسرائيل او حزب اله ترمنځ جګړې کې زیانمن شوي دي.
فرانسې له لبنان سره د ۱۰۸ میلیون او جرمني د ۱۰۳ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.