بلنکن امریکایانو ته؛ له افغان کډوالو سره مرسته وکړئ

د امریکا د بهرنیو چار وزیر انټني بلنکن په یوه ویډیويي پیغام کې د امریکا له خلکو غوښتي دي چې له تازه راغلو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

ښاغلي بلنکن د دوشنبې په ورځ اکټوبر څلورمه (تلې ۱۲) په خپله ټویټر پاڼه ددې پیغام په نشرولو سره ویلي دي چې دا د امریکایانو پخوانی دود دی چې د نورو هیوادونو خلک مني، په ځانګړې ډول هغه کسان چې د ستونزو، څارنې او جګړو له امله تښتي.

د روان میلادي کال د اګست میاشتې له ۱۵ تر ۳۰ پورې له افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو په جریان کې څه باندې ۱۲۴ زره کسان چې اکثریت افغانان دي، له افغانستان څخه وایستل شول او تر اوسه څه باندې ۵۰ زره تنه یې د امریکا په داخل کې نظامي اډو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له یو شمیر افغانانو سره تر ملاقات وروسته وویل:‌"پرته له دې چې د هغوی سفر څومره ستونزمن وو، پرته له دې چې هغه شیان چې تر شاه پریښودل شوي څومره درد لري، یاد کسان په دې‌ ځای کې د راپورته کیدو او د نوې ژوند هیله لري. هغوی پر امریکا او موږ باور لري."

انټني بلنکن د تشبثاتو، مذهبي ډلو، خیریه بنسټونو، دولتي چارواکو او د امریکا د عادي وګړو په ګډون له ټولو امریکایانو وغوښتل نه یوازې دا چې امریکا ته د راتلونکو سره سم بلکې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي بلنکن وویل د وخت په تیریدو سره، ددغو کسانو د ژوند کیسه او تجربې د امریکا د ملت یوه برخه شي او هغوی به د امریکا په غني ټولنه کې مدغم شي چې د هغه په وینا دا د امریکا د قوت یوه ستره نقطه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له افغان کډوالو سره د امریکایانو د مرستې غوښتنه کړې ده چې د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، ۷۲ سلنه امریکایان هغو افغانانو ته د پناه ورکولو ملاتړ کوي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کړې ده او اوس د خپل هیواد پریښودلو ته مجبور شوي دي.