بلینکن د چین د بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې په 'پرانیستو ارتباطي چینلونو' ټینګار وکړ 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګانګ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن بېجينګ ته د راتلونکې اوونۍ له سفر مخکې وويل، چې د جون په ١٣مه (غبرګولي ۲۳) يې د چين د بهرنيو چارو له وزير شین ګانګ سره په يو ټلیفوني تماس کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو پر پرانيستې چینلونو خبرې وکړې.

ښاغلي بلینکن په ټویټر پاڼه لیکلي چې: "نن شپه مې د چین د بهرنیو چارو له وزیر شین ګانګ سره تلیفوني خبرې وکړې. د ارتباطي چینلونو د پرانیستې ساتلو او دوه اړخیزو مسلو په اړه یې د روانو هڅو په اړه بحث وشو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یو بیان کې وویل: "د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو – د چین د خلکو جمهوریت ترمنځ د مسولانه اړیکو د مدیریت او د غلطو محاسباتو او شخړو د مخنیوي لپاره د اړیکو د پرانیستې کرښې ساتلو د اهمیت په اړه بحث وکړ او یو لړ دوه اړخیزې او نړیوالو مسلو یې بحث وکړ."

د ښاغلي میلر په وینا، ښاغلي بلینکن خپل چینایي سیال ته "په صراحت سره اعلان وکړ چې متحده ایالات به د دپلوماتیکو اړیکو په کارولو سره د اندیښنو د مطرح کولو او همدارنګه د بالقوه همکارۍ په برخو کې کار ته دوام ورکړي."

امریکايي مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي ویلي چې ښاغلی بلینکن به د جون په ۱۸مه بیجینګ ته لاړ شي. دا له ۲۰۱۸ کال وروسته چین ته د یو لوړ پوړي امریکايي دپلومات لومړی سفر دی.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ په میاشت کې بیجینګ ته سفر وکړي، خو د امریکا په خاوره کې د چینايي جاسوسي بالون الوتنه د دې لامل شوه چې بلینکن بیجینګ ته خپل سفر لغوه کړي. تمه وه چې بلینکن پدې سفر کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅه وکړي؛ هغه اړیکې چې په تیرو څو کلونو کې زیاتې لړوې ژورې او کړکیچ تجربه کړی دی.

ولسمشر جوبايډن او د هغه چينايي سيال شي جين پينګ د تېر کال په نومبر کې د اندونيزيا په بالي کې سره وکتل او موافقه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ کړکیچ له کنترول څخه ونه وځي. بیجینګ ته د بلینکن استول هم د دواړو ولسمشرانو د هوکړې یوه برخه وه.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په ګډون د ځینو مسلو پر سر د اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي. تایوان ته د امریکا د مشرانو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته چې د چین د غصې سبب شو، بیجینګ د اقلیم د بدلون د خبرو اترو په ګډون په ځینو برخو کې له امریکايي چارواکو سره تماسونه پرې کړل.

په ورته وخت کې د جون په ۱۴مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو اترو پخلی وکړ او د چين د بهرنيو چارو د وزير په حواله يې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې "له نویو ستونزو او ننګونو سره مخ دي."

د دې بیان له مخې، ښاغلي شین، بلینکن ته وویل چې: "د روان کال له پیل راهیسې د چین او امریکا اړیکې له نویو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي" او زیاته یې کړه "دا روښانه ده چې څوک مسؤل دی."

د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: "چين تل د امریکا او چین اړیکې د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د رئيس شي جين پينګ لخوا د وړاندې شوي ګډې-ګټې همکارۍ پر بنسټ څاري او اداره کوي."