د امریکا-ایران د بندیانو د تبادلې لپاره 'شپږ میلیارد ډالر قطر ته استول' شوي

د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره د ایران د ګنګل شویو شتمنیو څخه یې شپږ میلیارد پرېښودل شوي ډالر د قطر بانک ته استول شوي او اوس انتظار کېږي چې ایران پنځه نیول شوي امریکایان انتقال کړي.

یوې سرچېنې فرانس پرس اژانس ته ویلي‌ دي چې قطر دواړو هېوادونو ته خبر ورکړی چې پېسې ور رسېدلي دي. دا پېسې د دغو امریکايي اتباعو د پرېښودو په بدل کې د جنوبي کوریا له لوري پرېښودل شوي دي.

دغې سرچېنې، چې نغواړي یې نوم یې خپور شي، ویلي دي: ‌«ایراني‌ او امریکايي مقاماتو ته خبر ورکړل شوی چې ټول شپږ میلیارد ډالر له سویزرلنډ څخه د قطر حسابونو ته انتقال شوي دي.»

هغه وویل: «د قطر یوه الوتکه په ایران کې منتظره ولاړه ده چې پنځه امریکايي اتباع او دوه خپلوان یې دوحې ته ولېږدوي.»

ایران هیله ښودلې وه چې له امریکا سره به د بندیانو تبادله د دوشنبې په ورځ وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصرکنعاني وویل: «هیله لرو چې نن د ایران شتمنۍ ترلاسه کړو. د بندیانو تبادله به په هماغه یوه ورځ کې وشي‌ او په امریکا کې پنځه بندي ایرانیان به هم پرېښودل شي.»

ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو ورسته ګنګل شول.

د ایران مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین وايي چې ایران به له جنوبي کوریا څخه تاوان غواړي چې ولې یې دا پېسې ساتلې وې. هغه د ایران ملي تلویزون ته وویل: «موږ به د ایران د حکومت په استازیتوب د جنوبي کوریا په ضد د دغو پېسو د ساتلو او ارزښت د کمېدو له کبله شکایت کوو.»

دا مطلب هم ولولئ

سپینه ماڼۍ: د امریکایانو د خوشې کېدو لپاره مو ایران ته جزیه نه ده ورکړې

هغه وویل چې ۵.۹۵ میلیارد ډالر شپږو ایراني‌ بانکي حسابونو او دوو قطر بانکي ‌حسابونو ته انتقال شوي دي.

څو ورځې مخکې امریکايي چارواکو تائید کړه چې له ایران سره یې د پنځو بندیانو د تبادلې موافقه کړې ده او امریکا به یوه استثتنا په پام کې نیسي،‌ چې جنوبي ‌کوریا به شپږ میلیارد ګنګل شوي ډالر یو بانکي حساب ته انتقالوي.

بندیان څوک دي؟

په ایران کې اکثریت بندي اتباع ایراني‌ الاصله امریکایان دي. د دوی په منځ کې سوداګر سیامک نمازي هم شامل دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو. د هغه کورنۍ دا تور ردوي.

د ایران رسمي اژانس ایرنا وايي چې په نورو نیول شویو کسانو کې پانګوال عماد شرقي، د وحشي ژیو د برخې کارپوه مراد طهباز او دوه نور، چې نغواړي نومونه یې خپاره شي،‌ شامل دي.

ایراني مقامات وایي چې په امریکا کې په نیول شویو ایراني‌ اتباعو کې کامبیز عطار کاشاني او رضا سرهنګپور شامل دي. دوی دواړو په ایران باندې د امریکا د بندیزونو د سرغړونو په تور نیول شوي دي.

یو بل ایرانی کاوه لطف الله افراسیابي هم شته،‌ چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په باسټن کې په خپل کور کې ونیول شو. امریکایي چارواکي وايي دی د ایران د حکومت ایجنټ و. دوه نور نیول شوي مهرداد معین انصاري او امین حسنزاده بیا د ایران د امنیتي ځواکونو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په دغو پنځو خوشې کېدونکو ایرانیانو کې به یې دوه ایران ته ستنېږي، دوه نور به یې په خپله خوښه په امریکا کې پاتې کېږي او درېیم ایرانی به یې یو بل هېواد ته ځي.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ هغه انتقادونه رد کړل چې ګنې امریکا ایران ته د امریکايي اتباعو د پرېښودو په بدل کې جزیه ورکړه ده.‌

هغه وویل چې د ایران پرېښودل شوې پېسې به په قطر کې په یو حساب کې ساتل کېږي او تهران یې باید د ترلاسه کولو لپاره عریضه وکړي. شرط دا دی چې یوازې به په بشري چارو کې لګول کېږي.

نوموړي وویل چې له دغو پېسو څخه به د ایران رژیم نه، بلکې د ایران خلک ګټه اخلي او په خبره یې که ایران سرغړونه وکړه، «موږ به بیا اقدام کوو او دا پېسې به بیا ګنګل کوو».

د متحدو ایالتونو په ګډون یو شمېر لویدیځو هېوادونو خپلو ایراني الاصله اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.