د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي له امریکا سره د خپلو بندیانو تبادلې ته چمتو دی


د ایران د قرچک او رامین د زندان عمومي دروزاه
د ایران د قرچک او رامین د زندان عمومي دروزاه

د ایران د دولت یو ویاند علي ربیعي ویلي دي‌ چې له کوم شرط پرته له واشنګټن سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دي خو واشنګټن لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي ربیعي ویلي دي چې په دې اړه د منځکړتوب لپاره درېیمګړي ته هم ضرورت نه شته، هغه ادعا کړې ده چې امریکا غواړي بندیان تبادله شي.

ښاغلی ربیعي وایي: "موږ د ایراني او امریکایي بندیانو تبادلې ته او په دې اړه خبرو ته چمتو یو، خو امریکا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي."

د ایران حکومتي ویبسایټ د یکشنبې په ورځ مۍ۱۰ (غوايي۲۱) دا خبر خپور کړی دی.

په خبر کې د ښاغلي ربیعي له خولې ویل شوي دي چې ایران په امریکا کې د خپلو بندیانو د صحت په اړه خواشینی دی. څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران غږ وکړ چې ټول امریکایي بندیان دې پرېږدي.

هغه وویل که د کروناویروس له کبله په ایران کې کوم امریکایي زنداني مړ شو، مسولیت به یې د ایران په غاړه وي.

واشنګټن او تهران په ۲۰۱۸ کې بندیان تبادله کړل، ایران د خپل یو محقق مسعود سلیماني چې پر ایران د لګولو شویو بندیزونو څخه په سرغړونې تورن و، له یو امریکایي زده کوونکي ژیو وانګ سره چې درې کاله په ایران کې بندي و، تبادله کړ.

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته له ایران سره له شوي تړون څخه هم ووت او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول. د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط کړکیچن دي.

رویټرز وايي دریو امریکایي چارواکو ورته ویلي دي چې له ایران سره د بندیانو په تبادلې کار روان دی. ښایي د امریکا یو پخوانی سرتیری میچل وایټ چې په ۲۰۱۸ کې په ایران کې نیول شوی، په امریکا کې له بندي ایراني پروفیسور سیروس عسکري سره تبادله شي.

ښاغلی عسکري د سوداګرۍ اړوندو پټو معلوماتو په غلا کولو تورن دی.

د امریکا پخوانی سرتیری میچل وایټ د صحي ستونزو له کبله له زندان څخه خوشی شوی، خو لا هم په ایران کې ساتل کیږي.

لا معلومه نه ده چې ایران څومره امریکايي بندیان او امریکا څومره ایراني بندیان لري.

XS
SM
MD
LG