بولټن: طالبان د افغانستان اساسي ستونزه ده

جان بولټن

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په افغانستان کې د طالبانو او "بهرنیو ترهګرو" موجودیت اوس هم "امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو ته مستقیم ګواښ دی."

ښاغلي بولټند امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې "په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو شتون یوه ستونزه ده"، خو د امریکا د پخواني حکومت دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ چې "طالبان د افغانستان اساسي ستونزه" ده.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د نړۍ پام منځني ختیځ او اوکراین ته اوښتی، طالبان ښايي داسې فکر وکړي چې "دا د امریکا او نورو هېوادونو لپاره د زیان ګاللو دوره ده" ځکه چې د نورو بحرانونو له امله د هغو "ترهګرو" لپاره چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان ته ننوتلي، "دا یو ښه فرصت دی. یقیناً د بهرنیو ترهګرو شتون ستونزه ده، خو دلته اصلي ستونزه طالبان دي."

د دغه پخواني امریکايي چارواکي دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له کیوډو خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې چې د نومبر په ۲۸مه خپره شوه، وویل چې نور د رژیمونو د نسکورېدو پلوي نه کوي بلکې غواړي چې "پاليسۍ اصلاح شي،" ترڅو د هغه په خبره، د افغانستان خلک د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره سره راټول شي.

د کرزي دغه څرګندونې د ټولنيزو شبکو د کاروونکو او په افغانستان کې د يو شمېر ښځو د نيوکو لامل شوې. د "ارغواني شنبو" غورځنګ د نومبر په ۲۹مه د کرزي څرګندونې وغندلې او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د هغه د څرګندونو د غندلو لپاره په انلاین کمپاین کې برخه واخلي.

دا مطلب هم ولولئ کرزی: د طالبانو رژیم دې په زور ړنګ نه شي؛ فعالانو د کرزي څرګندونې وغندلې

په دغه ټلیفوني پیغام کې ویل شوي: "په نړۍ کې له ټولو ازادو هېوادوالو څخه هیله کوو چې د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اعتراض کې له موږ سره یوځای شي او د دغه متن په شریکولو سره د تروریستي، افراطي او متعصبو طالبانو له ډلې څخه خپله کرکه څرګنده کړي او د ترهګرو او طالبانو د ملاتړ د عادي کیدو پر وړاندې ودریږي."

بولټن هم له امریکا غږ سره په مرکه کې د کرزي څرګندونې "د اندېښنې وړ" وبللې او ویې ویل چې ښايي ځینې کسان له طالبانو سره اړیکې ولري.

دا مطلب هم ولولئ بولټن: امریکا دې د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ وکړي

بولټن په دې مرکه کې له طالبانو سره د فردي او مشخصو کسانو د تعامل په اړه څه ونه ويل، خو ويې ويل، چې دا ډول څرګندونې "د حامد کرزي لپاره شاتګ دی، ترڅو هغه ستونزې هوارې ‌کړي چې طالبانو د ولسمشر په توګه د نوموړي د انصاب کېدو او بیا یې د حکومت له پای ته رسېدو وروسته رامنځته کړې وې."

بولټن زیاته کړه: "دا د اندېښنې وړ ده ځکه چې [دا ډول بیانونه] د نړۍ خلکو ته دا تاثر ورکوي چې که کرزی کولی شي له طالبانو سره ژوند وکړي، نو زموږ پاتې نور خلک هم دا کار کولای شي."

بولټن وویل چې له افغانستان څخه بهر خلک باید دا هیله له لاسه ورنکړي چې "افغانان کولای د خپل ژوندانه کنټرول بیرته ترلاسه کړي." هغه د کرزي د نوم له يادولو پرته وويل، هغه کسان چې د خپلې ارادې د اختلاف له امله له طالبانو سره همکارۍ ته زړه ښه کوي، دا ډول کړنه "يوه ستره غمیزه" ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې نړۍ ته باید دا ډول تاثر ورنکړل شي چې "موږ دا منو چې طالبان مشروع دي."