د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور نه تائیدوي


القاعده
القاعده

ځینې امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو د راپور هغه موندنې نه تائیدوي چې وايي په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې فعالیت زیات شوی. دوی وايي داسې شواهد یې نه دي موندلي چې د ملګرو ملتونو دا موندنې تائید کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې ترهګرې ډلې تر پخوا اوس په افغانستان کې د تګ راتګ ډېره ازادي لري او په دغه هېواد کې تروریستي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

ملګري ملتونه وايي چې د القاعده ډلې په افغانستان کې روزنیز کمپونه هم لري. د ملګرو ملتونو د ارزونې په اساس، د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ د القاعده ډلې لوړ پوړي مقامات په کندهار، هلمند، کنړ او کابل کې مېشت دي او د دغې ډلې ۴۰۰ جنګیالي او ۱۶۰۰ د کورنۍ غړي په افغانستان کې په بېلابېلو روزنیزو کمپونو کې موجود دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، داعش په افغانستان کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ جنګیالي او په نژدې ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پناه ځایونه لري.

خو یو امریکايي مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې دا معلومات د هغوی «د استخباراتي تحلیلیونو سره سر نه خوري».

یو بل امریکايي مقام په دې اړه په وضاحت سره وغږېده او وویل چې، «د القاعده او داعش د غړو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو راپور د امریکا د استخباراتي ډلې د معلوماتو او زموږ د متحدینو او شریکانو د اټکلونو په مقایسه» بې نظم او پراکنده دی.

نوموړي وویل چې د هغوی د استخباراتي معلوماتو په اساس، دا مهال په افغانستان کې د القاعده ډلې شاوخوا ۱۲ غړي شته دي او د امریکا په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د دغې ډلې هېڅ عمده مشر په افغانستان کې نشته.

متحدو ایالتونو همدغه راز د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو هغه استخباراتي معلومات هم رد کړي چې وایي په ۲۰۲۲ کال کې د القاعده ډلې مشر سیف العدل له ایران څخه افغانستان ته تللی دی. د ملګرو ملتونو یو غړي ویلي دي چې سیف العدل په افغانستان کې دی.

دغه امریکايی چارواکي زیاته کړې ده چې د داعش ډله نه ده توانېدلې په تېرو دوو کلونو کې خپل هدف ته،‌ چې په امریکا باندې برید کول دي، ورسیږي. دغه مقام ویلي دي چې د طالبانو فشار د داعش د کم فعالیت یو علت دی.

یو بل امریکایي چارواکي امریکا غږ ته وویل داسې ښکاري چې د امریکايي ادارو ترمنځ د نظر اختلافات شته، ځکه چې د ځینو امریکايي‌ ادارو ارزونې د ملګرو ملتونو له موندنو سره برابرې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د فبرورۍ په میاشت کې خبرداری ورکړی که طالبان په افغانستان کې له القاعدې سره د مبارزې په اړه په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا لاس په کار کېدای شي.

نوموړي ویلي وو چې طالبانو په خاص او عام ډول دا ژمنه کړې ده چې اجازه به نه ورکوي افغانستان د هغو ترهګرو په پناه ځای بدل شي چې د متحدو ایالتونو په ضد به توطیه جوړوي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د امنیت شورا پخواني مشاور جان بولټن تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې القاعده په افغانستان کې د بیا منظم کېدو په حال کې ده چې یو ځل بیا له افغانستان څخه د باندې له نړیوال ترویزم سره تعامل وکړي.

لویدیځ مقامات د ملګرو ملتونو راپور مهم ګڼي، ځکه چې په هغه کې د ډېرو هېوادونو نظریات موجود وي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو یو پخواني مقام ایدموند فیتون براون امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د نظارت ډله هغه معلومات خپروي چې پوره باور پرې ولري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره نژدې روابط لري. خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی دی او ویلي دي‌ «راپور لیکونکو په قصدي توګه ارقام او حقایق تحریف کړي او یا یې معلوماتو ته لاسرسی کم».

XS
SM
MD
LG