بولټن: د امریکا او طالبانو اړیکې د امریکا په راتلونکي ولسمشر پورې اړه لري

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، د طالبانو له حکومت سره د متحده ایالاتو اړیکې په دې پورې اړه لري چې څوک د امریکا راتلونکې ټاکنې ګټي.

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په پنځمه کیږي.

بولټن د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په مرکه کې وویل: "موږ اوس د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په منځ کې یو. ځکه د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه په تیرو څو میاشتو کې زیاتې خبرې ندي اورېدل شوي. د طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکې زیاتره له دې خبرې سره تړاو لري چې څوک په امریکا کې ټاکنې ګټي."

بولټن وویل هیله من دی چې د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان موضوع ته په بې طرفانه ډول وګوري. هغه ټینګار وکړ چې "د امریکا تګلاره باید دا وي چې افغانستان له طالبانو واخلي او بیرته یې خپلو خلکو ته ورکړي."

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار د طالبانو د حکومت په اړه د متحده ایالاتو دریځ ته په اشارې وویل: "زه احساس کوم چې د امریکا کانګرس په دې اړه سخت دریځ لري او په دې باور دی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو دپاره هیڅ دلیل نشته او فکر کوي چې اوس هم [طالبان] غیرمشروع دي."

بولټن په دې باور دی چې د طالبانو چلند ته په کتو، ددې خبرې لږ امکان شته چې د هغوی د حکومت په اړه دې د متحده ایالاتو په دریځ کې ډیر بدلون راشي.

هغه وویل: "د طالبانو چلند نه یوازې [د دوحې] له تړون څخه بلکې له بنسټیزو بشري حقونو څخه سرغړونه ده او دا داسې څه ندي چې د امریکا متحده ایالتونه دې دوی په رسمیت وپیژني. زما له نظره دا په امریکا کې هغه غالب نظر دی چې همداسې به پاتې شي."

بولټن وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې، په افغانستان کې د داعش خطر راپورته شوی، "بهرني ترهګر له افغانستان څخه په نورو هېوادونو کې عملیات کوي" او د نړۍ هېودونه باید د طالبانو د حکومت د منلو په برخه کې له دغه خطر څخه خبر وي.

ددغې مرکې په پیل کې بولټن د امریکا غږ د خبریال احمدالله ارچیوال دې پوښتنې ته ځواب ویلی چې د بریتانیا او ناروې لخوا د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سفارتونو تړل د طالبانو لپاره څومره ستره ډیپلوماټیکي لاسته راوړنه ده؟

بولټن د طالبانو له حکومت سره د سیمې د ځینو هېوادونو تعامل یادوي او مني چې له کبله یې طالبان له هغې "ثابتې انزوا" څخه راوتلي چې دغه ډله د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان باندې د بیاواکمن کېدو پر وخت ورسره مخامخ شوې وه.

بولټن له ترکمنستان سره د ټاپي د پروژې پیل کېدو او د قرغیزستان هغه اعلان چې وايي د طالبانو نوم یې د ترهګرو سازمانونو له تور لیست څخه ایستلی، زیاته کړه: "ښکاره خبره ده چې دا د طالبانو د حکومت لپاره یو قدم وړاندې تګ دی... دا د طالبانو سره د مشروعیت او هغه اقتصادي ملاتړ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې ورته اړتیا لري."