د پاکستان یو پخوانی سناتور او څلور ملګري یې په یوې چاودنې کې ووژل شول

تصویر د دغې پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی.

په پاکستان کې مقامات وايي چې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ درېیمه (چنګاښ۱۳) د دغه هېواد یو پخوانی سناتور او ورسره څلور ملګري یې په یوې چاودنې کې وژل شوي دي.

پېښه د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې شوې ده. د پولیسو ابتدايي تحقیقاتو کې ښودل شوې ده چې چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې ځای په ځای شوي وو او د سناتور په موټر باندې د ریموټ په واسطه الوځول شوي دي.

پولیس وايي د برید هدف پخوانی سناتور هدایت الله خان و.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی. خو پخوا تحریک طالبان پاکستان او د داعش ډلې د دا ډول بریدونو مسئولیت په خپله غاړه اخیستې. دغو دواړو ډلو د پاکستان امنیتي ځواکونه، سیاستوال او قومي مشران هم په نښه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان په دغې چاودنې کې خپل لاس لرل رد کړي دي‌ او وايي چې دوی یوازې د پاکستان امنیتي ځواکونه او هغه خلک په نښه کوي چې د پاکستان له حکومت سره کار کوي.

دا چاودنه داسې مهال شوې ده چې پاکستاني مقامات وايي د خیبر پښتونخوا په پابي سیمې کې یې د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره یې له امریکایي ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي. ‌د دوو اونیو دا پوځي تمرینونه د جون په ۲۹ نېټه پیل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا تمرینونه د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د «تاکتیکي مهارتونو د تبادلې او تجاربو د شریکولو» لپاره کېږي.

پاکستاني مقامات وايي چې په ترهګریزو بریدونو کې په پاکستان کې سلګونه امنیتي ځواکونه او ولسي خلک وژل شوي دي او دوی هم په خپلو بېلا بېلو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان سلګونه غړي وژلي دي.

پاکستاني مقامات افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ بیا ټېنګار وکړ چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او یا کوم بل هېواد په ضد وکاروي.

مجاهد په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان باید د خپلو داخلي امنیتي ستونزو په اړه افغانستان ته ګوته ونه نیسي.