د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور تنه وژل شوي


د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات وکړل او دا سیمه یې د وسله والو څخه پاکه کړله.
د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات وکړل او دا سیمه یې د وسله والو څخه پاکه کړله.

په پاکستان کې پولیس وایي د یو توغندي په برید کې چې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې څخه په یو کور وار شوی، لږ تر لږه څلور تنه پکې وژل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر هدایت الله ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې برید د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې شوی خو لا معلومه نده چې دا برید چا کړی.

ښاغلي هدایت الله وویل چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي.

د کلي اوسیدونکو ویلي چې د توغندي په برید کې وژل شوي عام خلک و چې د یاغیانو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

کلیوالو همدارنګه مړي د پاکستان د پوځ یو کمپ مخې ته د اعتراض په توګه ایښي و او هوډ یې څرګند کړی تر څو معلومه نشي دا برید چا کړی، خپل مړي به خښ نه کاندي.

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دې برید په هکله تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې پدې سیمې کې دا شان بریدونه متحده ایالاتو او یا د پاکستان پوځ کول.

ځایي خلک وايي دوي د شپې ناوخته د درنې چاودنې غږ اورېدلی او هغه مهال په هوا کې بې پیلوټه الوتکه هم لیدل شوې.

‎د دوي په وينا چاودنه کې د سیمې اوسیدنکی، بنات مسید د هغه مېرمن، یوه لور او تنکی زوی وژل شوي او ۱۴ کلنه لور یې ټپي شوي چې د درملنې لپاره پوځي روغتون ته وړل شویده.

امریکا غږ د پیښې په هکله د پوځ ویاند او پولیسو څخه د تبصرې غوښتنه کړې خو تر دې دمه یې ځواب ندی تر لاسه کړی.

د پاکستان پوځ پدې سیمې کې د "راه نجات" یا ژغورنې لار په نامه پوځي عملیات وکړل او سیمه یې د وسله والو د شتون څخه پاکه کړله. په عملیاتو کې د خلکو کورنه هم ړنګ شوي او د سیمې خلک وایي چې د سرپنا له لرلو له کبله د ستونزو سره مخ دي.

په جنوبي وزیرستان کې چې د افغانستان سره ګډې پولې سره نږدې ولسوالۍ ده، د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالیت لري.

اسلام آباد ادعا کوي چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي، خو د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه یې پر ضد کار واخلي.

د دې مقالې په لیکلو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG