په پاکستان کې د پولیو په واکسین کوونکو چاودنه شوې

نن دوشنبه په پاکستان کې د پولیو ضد نوی کمپاین پیل شو

په پاکستان کې د پولیو (ګوزڼ) د واکسین کوونکو په یوې ډلې برید شوی دی چې لږ تر لږه ۱۰ تنه په کې ژوبل شوي.

چاودنه نن دوشنبه سپتمبر نهمه (وږي ۱۹) په شمالي وزیرستان کې په هغه موټر شوې چې د پولیو ضد واکسین ډله یې انتقالوله. نن په پاکستان کې د پولیو ضد د عمومي کمپاین لومړۍ ورځ وه.

د پاکستان د روغتیا او امنیتي برخې مسئولین وايي چې په زخمیانو کې درې روغتیايي کارکوونکي او شپږ امنیتي سرتېري شامل دي.

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی. د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د غړو په ضد جګړه کوي.

د پولیو ضد په کمپاین کوونکو دا چاودنه داسې مهال شوې ده چې پاکستاني چارواکو تېره اونۍ اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې یو ماشوم په دغه ویروس اخته شوی دی. دا په تېرو ۱۶ کالونو کې په اسلام اباد کې د پولیو ویروس لومړۍ پېښه وه. په دې سره په روان کال کې په پاکستان کې په دغه ویروس د ټولو اخته ماشومانو شمېر ۱۷ ته ورسېده.

د پاکستان د روغتیا مقامات وايي چې د پولیو په پيل شوي کمپاین کې به د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې تر پنځو کالونو کم عمره ۳۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي.

په پاکستان کې د پولیو د ختمولو د عاجلو عملیاتو د مرکز د چارو تنظیم کوونکی محمد انوارالحق وايي چې کمپاین به تر ډېره په هغو ولسوالیو کې کېږي چې «دا ویروس په کې موندل شوی وي او د انتقال او خپرېدو خطر یې هم ډېر وي.»

نوموړي له ټولو میندو او پلرونو او د کورنیو له مشرانو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او ویې ویل چې «میندې او پلرونه ډېر کله د واکسین کمپاین کوونکو ته ښه راغلاست نه وايي او د کور دروازې ورته نه پرانیزي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په کې د ګوزڼ فلج کوونکی ویروس ژوندی دی. په دغو هېوادونو کې د پولیو کمپاین له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي، چې امنیتي او د پولیو له واکسین سره بایکاټ کول په کې دي او دا کار د پولیو ویروس د ختمولو نړیوال هدف ته د رسېدو په مخکې لوی خنډ بلل کېږي.