د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان او پاکستاني خبریالانو لپاره د پولیو د له منځه وړلو د پوهاوي درې ورځنی پروګرام


د افغان او پاکستاني خبریالانو لپاره د پولیو د له منځه وړلو د پوهاوي درې ورځنی پروګرام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو خپرونو د ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان تر نظارت لاندې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني خبریالانو لپاره د پولیو (ګوزڼ) د له منځه وړلو په موخه درې ورځنی پروګرام ترسره شو.

په دې پروګرام کې چې د دواړو هیوادونو ګڼ شمېر ځوانو خبریالانو برخه اخیستې وه، د پولیو د له منځه وړلو په اړه د اغیزمنو راپورونو جوړولو پر میتودونو او د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې وشوې.

پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې په ځینو سیمو کې لا هم فعاله ده او د ماشومانو د فلج کېدو سبب ګرځي. د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي زیاتول او په دې برخه کې د رسنیو ونډه خورا اړینه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG