د کابل چاودنې کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر ووژل شو

په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.

د کابل ښار د سه شنبې ورځ‌ فبرورۍ دوهمه ( سلواغه ۱۴)​ په چاودنو پیل کړه.

د کابل پولیس وايي چې په دوو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

په وژل شویو کسانو کې د افغانستان د جمعیت اصلاح ډلې مشر محمد عاطف هم شامل دی. د ښاغلي‌ عاطف پر موټر د کابل ښار د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د جمعیت اصلاح ټولنې د خپل مشر وژل تاید کړي او جمهوري ریاست د هغه وژل غندلي دي. جمهوري ریاست طالبان تورن شوي چې دا برید یې کړی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه سهار د ښار د دوهمې ناحیې په (جو شیر) سیمه کې پر یو (افرست) موټر شوې ده او دوه امنیتي ځواکونه په کې ټپيان شوي دي.

د فرامرز په وینا دوهمه چاودنه تر هغه وروسته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په (سلیم کاروان) سیمه کې د ملکي کسانو پر یو فرونر موټر شوې ده چې دوه کسان په کې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي:"د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نه د خپلو بادارانو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتونو له مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکولی شي او نه هم دیني علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون، ګڼو چارواکو او سیاسي شخصیتونو هم د جمعیت اصلاح ټولنې پر مشر چاودنه غندلې ده.

وسله والو طالبانو په بیا یوه بیان کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مشر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دوی پر عالمانو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونه بریدونه غندي.

پرون دوشنبه هم په کابل ښار کې د دوو چسپکي ماین چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي و او یو بل تن ټپي شوی و.

د جلال اباد او چاریکار چاودنې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې هم ماین چاودنې یو سرحدي پولیس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر دغه پېښه او یاده مرګ ژوبله تائید کړې او وايي د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

همدارنګه د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې هم د دغه ولایت د امنیت پر امر پر موټر هم چاودنه شوې، خو چارواکي وايي چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.

تر دا مهاله د دغه ټولو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. د امریکا سفارت په کابل کې د تیرې ورځې چاودنې غندلې وي او په افغانستان کې د ژر تر ژره تاوتریخوالي بندولو غوښتنه یې کړې وه.