د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې چاودنه؛ د عامه ساتنې تصدۍ ویاند او دوه تنه نور وژل شوي


چاودنه د «کارته نو» اول سرک د احمدشاه ابدالي لیسې ته مخامخ شوې ده
چاودنه د «کارته نو» اول سرک د احمدشاه ابدالي لیسې ته مخامخ شوې ده

امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د افغانستان د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند ضیاء ودان له دوو نورو همکارانو سره وژل شوی دی.

چاودنه نن یکشنبه سهار جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د «کارته نو» اول سرک د احمدشاه ابدالي لیسې ته مخامخ د نوموړي پر فورنر موټر شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ضیاء ودان خپل دفتر ته پر لار و چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وینا په دغه چاودنه کې یو بل تن هم ټپي شوی دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د یادې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو تر دا مهاله د طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند ضیاء ودان نننۍ چاودنه غندلې ده.

نوموړي ویلي چې پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي."

د بیان له مخې ولسمشر غني امنیتي او کشفي ارګانونو ته د دغه چاودنې د عاملینو د پیدا کولو او په سزا رسولو سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند نننۍ چاودنه غندلې او د هغه د مړینې په اړه خواښیني ښودلې ده.

عبدالله عبدالله د هیواد له کشفي او امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کړې چې د یادې پېښې عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کار کوونکو هم پر ضیاء ودان چاودنه غندلې او په اړه یې خواشیني ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG