کویټې ښار کې چاودنې۲۰تنه وژلي او ۴۸ ټپیان شوي

د بلوچستان د کویټې ښار په هزارګنجي سیمه کې د سبزیو د منډوي ترڅنګ بمي چاودنه شوې چې د پولیس چارواکو په وینا ۲۰ کسان پکې وژل شوي او ۴۸نور ټپيان شوي دي.

په چاودنه کې یو د «ایف سي» عسکر هم وژل شوی او اته نور وژل شوي کسان له هزاره ټولنې سره تعلق لري.

د کویټې د پولیسو مشر رازق چیمه د جمعې په ورځ د اپرېل میاشتې پر ۱۲مه خبریالانو ته ویلي چې په دغه چاودنه کې هزاره ګان په نښه شوي دي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې چاودنه د ریموټ کنټرول بم او یا ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې.

ترې دې مخکې هم په بلوچستان ایالت کې په بېلابېلو وختونو کې د هزاره ټولنې وګړي په بمي چاودنو،ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د چاودنې نه سمدستي وروسته پولیس او مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي او چاودنه کې وژل شوي او ټپي شوي کسان یې د کویټې بولان روغتون ته رسولي دي.

هزار ګنجي د کویټې هغه سیمه ده چې زیاتره پکې اقلیت هزاره ګان مېشت دي او تر دې وړاندې هم دغه سیمه کې څو ځله بمي چاودنې شوي چې پکې د هزاره ټولنې په لسګونو وګړي وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د ھزارہ ډیموکراټیک ګوند غړي رضا وکیل اشنا راډیو ته وویل، چې یوازې له ۲۰۱۱مېلادي کال راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

تر دامهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.