د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کويټې په ښار کې بمي چاویدنې ١٥کسان وژلي دي


چارواکو ویلي چې نن د شنبي په ماښام د کویټې ښار په یوه مارکیټ کې چې ډیر ه زیاته گڼه گوڼه په کښي وي، د بم چاودنه شوې لږ تر لږه ١٥ کسان په کښي وژل شوي دي.

رویټرزخبري اژانس وايي دغه چاودنه په دې،، نا آرامه ایالت،، کې ورستۍ بمي برید دی چې کیږي.

تر اوسه چا د دې برید مسولیت نه دی منلی،خو په دغه ایالت کې افراطي مذهبي وسله والې ډلې او بیلتون غوښتونکي ډلې فعالې دي.

د بلوچستان ایالت زیاتې طبیعي زیرمې لري او د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادې گودر یا ،،کاریډور،، د جوړولو په پروژه کې هم ورته د یوې ستراتیژیکې سیمې په سترګه کتل کیږي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې دغه چاودنه د پشین سټاپ په نامه سیمې ته ته نږدی شوې ده او چاویدونکې مواد په یوه موټرکې ځای پرځای شوي و. د چاودنې ورسته شاوخوا نورو موټروهم اوراخیستې دی.

د راپورونو له مخی ددغې زورورې چاودنۍ هدف د سرحدي ځواکونو گزمه وه چې په دې لارې تیریده.

د بلوچستان صوبي د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي ویلي چې ،، کوم معلومات چې موږ ته تراوسه را رسیدلي دي، دهغه په اساس ١٥ کسان مړه دي، او شاه خوا ۴٠ کسه نور زخمیان دي.،،

هغه وویل، په ښارکې بیړیني حالت نافذ شوی او ټول روغتونونه د تیارسی په حال کې دی.

د پاکستان د پوځ د رسنیو ادارې هم ویلي دي چې د امنیتې ځواکونو گزمه هدف وه او په ١٥ وژل شویو کسانو کې لږ ترلږ ٧ تنه یې ملکیان دي

د پاکستان پوځ د دغه هیواد د لوی درستیزجنرال قمر باجوه له قوله لیکلي چې تروریستان ددې هڅه کوي چې د دوشنبې (١۴اگست) د پاکستان خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو مراسم او ترتیبات گډوډ کړي.

پاکستان د اګست پر ۱۴، ۷۰ کاله مخکي په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانیې څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

د پوځ ویاند په رسمې ټوټیرپاڼه کې د جنرال باجوه له قوله لیکل شوي چې ،، زموږ هوډ او اراده به هیڅ ډول چیلنج کمزورې نکړي،،.

په بلوچستان ایالت کې بیلتون غوښتونکي ډلې د مرکزي حکومت پر ضد د څو لسیزو راهیسې کمپاین پیل کړی او ددې غوښتنه لري چې ددې ایالت په طبیعي زیرمو کې چې گازهم پکښي شامل دی، دوی ته لویه برخه ورکړل شي.

دغه راز د بلوچستان په ایالت کې چې د افغانستان او د ایران سره اوږد سرحد لري ، طالبان او نورې افراطي وسله والې ډلې هم حضور لري.

تیرکال په دغه ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا منصور ووژل شو.

د تیرکال په ورستیو میاشتو کې په دې ایالت کې یو لړ پر له پسې بریدونه وشول، چې د ۱۸۰ څخه زیات خلګ په کښي ووژل شول او زیات شمیر نور کسان په کښي ټپیان شول. دغو بریدونو یادشوي ایالت ته ټکان ورکړ.

همداشان د اسلامي دولت یا داعش ډلې تازه حضور چې په دې ورستیو کې یې د څو خونړیوو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې،ددې سیمې د امنیتي وضیعت په برخه کې مخ په زیاتیدیو اندیښنې راپارولي دي.

په کویټې کې تیرکال د اگست په میاشت کې په مدافع وکیلانو د برید وروسته چې ٧٠ تنه پکښي ووژل شول، یوه تحقیقاتي قضايي ریپوټ خپور شو او په کښي په دې ایالت کې د امنیتي تدابیرو او امکاناتو د کمښت له وجې پرامنیتي ادارو باندې نیوکې په کښې وشوې.

په ریپوټ کې د امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وشوه چې د افراطي ډلو پرضد دي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG