د تخار درقد کې ماین چاودنې د ښوونځي ۹ زده کوونکي وژلي

عکس (ارشیف)

د تخار د درقد ولسوالۍ د طاهریانو په کلي کې د ابتدائیه ښوونځي پر ماشومانو په سړک کې د ښخ شوی ماین چاودیدلی، چې په نتیجه کې یې ۹ تنه ماشومان وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د شنبې په ورځ د نومبر پر ۲مه «لړم۱۱مه»امریکا غږ ته وویل:"نن سهار کله، چې ماشومان له ښوونځي څخه رخصت شوي په سړک کې ښخ شوی ماین پرې چاودیدلی، په نتیجه کې یې د ۶ تنو ماشومانو جسدونه د پیښې په ځای کې موندل شوي او د دریو تنو نورو جسدونه ورک دي."

هغه وايي، چې د درقد ولسوالۍ د طاهریانو کلی اوس د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، نو ځکه دوی د پیښې ځای ته هیئت نه شي استولی.

د درقد ولسوالۍ د طاهریانو د سیمې د ابوزر غفاري ښوونځي ماشومان، چې کله له ښوونځي رخصت شوي د لارې په اوږدو کې پرې د ماین چاودنه شوې.

د درقد د معارف یو تن مسول د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د لارې په اوږدو کې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ښخ شوی و، چې سهاریې چاودنه کړې او د ابوزر غفاري د ښوونځي ۵ تنه ماشومان په کې وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان دي.

دغه مسول وویل، چې دوی په خپلو لاسونو د ماشومانو د بدن ټوټې راټولې کړي دي، هغه زیاتوي چې دغه ماشومان چې وژل شوي له دویم ټولګي نیولې تر څلورم ټولګي پورې زده کوونکي وو.

هغه وايي، چې د وژل شویو ماشومانوکې د چا لاس نه و او د چا پښه ځکه چې چاودنه قوي وه.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ د روان کال د وږې پر ۱۹مه ونیول، چې بېرته د روانې لړم میاشتې پر ۳مه د افغان ځواکونو لخوا ونیول شول.

درقد د تخار په شمال کي له تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته یوه ولسوالۍ ده چې د کوکچې سیند دا ولسوالۍ د تخار له نورو سیمو جلا کوي.

دغه ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کې د افغان سر تېرو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده هم وه، چې په تېر کې هم څو ځله د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ لاس پر لاس شوې ده.