د بریتانیا استخبارات د کوویډ۱۹ ضد واکسین د چارو ساتنه کوي 

د بریتانیا د داخلي استخباراتو (MI5) رئیس ویلي دي چې ددې ادارې جاسوسان هڅه کوي د کروناویروس ضد واکسین اړوند کارونو ساتنه وکړي او د متخاصمو قواو د لاسرسي مخه ډب کړي چې د څیړنیزو اطلاعاتو د غلا کولو او تخریبولو په لټه کې دي.

د MI5 رئیس کن مک ‌کالوم، وویل: "څرګنده ده چې ددغه وژونکي ویروس پر ضد د استفادې وړ لومړني واکسین تولید ستر نړیوال ارزښت لري، نو تمه لرو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو لړ نورې ډلې به هم پدې هکله څیړنو سره سخته علاقه لري."

همدا اوس د کروناویروس ضد څو واکسینونه په بریتانیا کې مختلف ازمایشي پړاوونو کې دي چې یو شمیر دغو واکسینونو هیله بخښونکې نتیجې هم ورکړې دي.

ښاغلي مک‌ کالوم د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلي ۲۴) د کوویډ۱۹ وبا ضد واکسین اړوند پرمختګونو پر وړاندې د ګواښونو د شتون په اړه خبرداری ورکړ او وویل: "دوه شیان شته چې هغه څارو: د ځانګړو فردي اطلاعاتو د غلا کولو هڅې چې د تحقیقاتو سبب شوي، یا هم د اطلاعاتو د خرابولو احتمال."

د بریتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز د جولای په میاشت کې خبر ورکړ چې هغه هکران چې د روسیې له خوا یې ملاتړ کیږي هڅه کوي چې د کروناویروس ضد واکسین په اړه تحقیقات په ټوله نړۍ کې د اکاډیمکو بنسټونو او درمل جوړولو شرکتونو څخه غلا کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې اوسمهال د کروناویروس ضد څه دپاسه ۱۵۰ واکسینونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې تر کار لاندې دي چې ددې جملې څخه ۴۲ یې پر انسان باندې د ازمویلو پړاو ته رسیدلي دي. ددغو واکسینونو یو محدود شمیر په وروستني پړاو کې دي.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د لومړي ځل لپاره په چین کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې د ورځې تر غرمې پورې په نړۍ کې نژدې ۳۸.۳ میلیون تنه پدې ویروس اخته شوي او پدې وجه څه دپاسه یو میلیون او ۸۸ زره کسان مړه شوي دي.