د برتانیا شهزاده مړ شو

شهزاده فلیپ ۹۹ کاله عمر وکړ

د برتانیا شهزاده او د ملکې الیزابیت مېړه فلیپ مړ شو.

د برتانیا د بکېنګهم ماڼۍ نن جمعه د اپریل په نهمه (وري۲۰) د هغه د مړینې خبر خپور کړ.

شهزاده فلیپ ۶۹ کاله له ملکې الیزابیت سره ګډ ژوند وکړ او په دغې مودې کې یې ښه نوم وګاټه.

د بکینګهم په اعلامیې کې راغلي دي: «په ډېر خپګان سره ملکه الیزابیت د خپل مېړه شهزاد فلیپ د مرګ خبر خپروي.»

شهزاده فلیپ ۹۹ کلن و چې مړ شو.

اعلامیه وايي چې شهزاده فلیپ د جمعې د ورځې په سهار مړ شوی دی او د هغه د تدفین او تجهیز د مراسمو په اړه نور معلومات وروسته خپریږي.

شهزاده فلیپ په ۱۹۴۷ کې له ملکې الیزابیت سره واده وکړ او له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د سلطنت په عصري کولو کې مهم رول ولوباوه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ملکه الیزابیت پر شهزاده فلیپ ډېر اعتماد درلوده او هغه یې خپل قوت ګاڼه.