د طالبانو کابینې د کندهار، کویټې او جلال اباد، پېښور ترمنځ د بسونو تګ راتګ تصویب کړ

عکس(ارشیف)

د طالبانو کابینې له کندهار څخه تر کویټې او جلال اباد څخه تر پېښوره د مسافروړونکو بسونو تګ راتګ تصویب کړ.

نن سې شنبه فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کابینې غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د دغه پروسې پاتې مراحل په لنډه موده کې بشپړه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو د بیا فعال لېدو غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۰۶ کال کې هم د جلال اباد او پېښور ترمنځ مسافروړونکو بسونو تګ راتګ پيل کړی و، خو تر څه مودې وروسته یې فعالیت بیرته ودرېدی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د بسونو د تګ راتګ موافقه شوې وه.

همداشان د افغانستان پخوانیو حکومتونو پر وخت په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې هم د جلال آباد او پیښور ترمنځ بسونو تګ راتګ کاوه.

اوس مهال له کندهار او نورو ولایتونو څخه تلوونکي مسافر تر سپین بولدک او چمن پولې پورې د افغانستان په موټرو او له پولې څخه تر اوښتو وروسته په پاکستاني موټرو کې یاد هیواد ته سفر کوي.

له جلال اباد څخه هم افغان مسافر تر تورخم پورې د افغانستان په موټرو او له پولې څخه تر اوښتو وروسته پېښور او نورو سیمو ته په پاکستاني موټرو کې سفرونه کوي.