پاکستان مودي ته د 'گجرات قصاب' خطاب وکړ؛ هند پاکستان د 'تروریزم مرکز' وباله 

د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د "ترهګرۍ په مرکز" تورن کړ او د هغه پاکستاني سیال په یوه لفظي جګړه کې د هند صدراعظم نریندرا مودي "د ګجرات قصاب" وباله.

په اټومي وسلو د سمبالو دوو سیمه ییزو سیالانو هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکي، د کشمیر د همالیایي سیمې پر سر چې په ۱۹۴۷ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وویشل شوه، په ځانګړې توګه ترینګلی شوي دي.

نوی ډهلی اسلام اباد پدې تورنوي چې په خپله خاوره کې یې هغو سخت دریځو ته پټنځایونه ورکړي چې په هند کې بریدونه کوي. پدغو بریدونو کې د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال بریدونه هم شامل دي چې په ترڅ کې یې تر ۱۶۶ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا د هند او پاکستان د چارواکو ترمنځ وروستۍ لفظي جګړه ده چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې شوې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر پاکستان ته په خطاب کې وویل "خپل عمل پاک کړئ او هغه وکړئ چې ښه ګاونډی واوسئ." دغه لوړپوړي هندي دپلومات پاکستان د تروريزم مرکز هم وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل هندي سیال د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې هند په دواړو هېوادونو کې د "مسلمانانو او ترهګرو" د یو شان ګڼلو هڅه کوي.

دغه پاکستاني لوړپوړي دپلومات جیشنکر ته په خطاب کې، وویل چې "اسامه بن لادن مړ دی [خو] د ګجرات قصاب ژوندی او د هند صدراعظم دی."

کله چې په ۲۰۰۲ کې د هند په فرقه ایز جنګ کې له ۱۰۰۰څخه زیات کسان ووژل شول، د هند ملتپال صدراعظم نریندرا مودي د ګجرات ایالت اعلی وزیر و.

مودي پدې تورن دی چې د وژونکي فرقه ییز تاوتریخوالي په مخنیوي یې سترګې پټې کړي او د هند د صدراعظم په توګه تر ټاکل کیدو پورې یې متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه نه درلودله.

بوټو زرداري دا هم ويلي دي چې د هيواد زیات شمیر وګړي یې د ترهگريزو بريدونو په نتيجه کې وژل شوي او هغه هم د ترهگرۍ قرباني شوې دی. د بلاول مور او د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې د یو انتخاباتي کمپاین پر مهال ووژل شوه.

په روانه اونۍ کې پاکستان هند د هغو افراطیانو په ملاتړ تورن کړ، چې په ۲۰۲۱ کې یې د لاهور په ښار کې بمي برید کړی و. هغه مهال یو ځانمرګي بریدګر په چاودېدونکو توکو ډک موټر د لشکر طیبه د بنسټ ایښونکي حافظ سعید د کور بهر یوه امنیتي پوسته په نښه کړه، چې له امله یې څلور کسان ووژل شول، خو سعید او د هغه د کورنۍ غړو ته زیان ونه رسید.

هند او متحده ایالات په حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال په ممبۍ کې د خونړي برید پړه اچوي چې د امریکايي اتباعو په ګډون په کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) وویل چې اسلام اباد به په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته هغه "نه انکاریدونکي" او "رښتیني" شواهد وړاندې کړي چې د پاکستان په خاوره کې د تروریستي عمل په اړوند د هند تړاو په ډاګه کوي.

هغې زیاته کړه چې په لاهور کې د ۲۰۲۱ کال په بمي برید کې د نوي ډهلي د لاس لرلو په اړه د شواهدو یوه دوسیه چمتو شوې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د هغعې د کاپي د استولو بهیر پیل شوی دی.