د لاس رسي وړ اتصالات

کهر: د لاهور په برید کې د هند د لاس درلودلو شواهد ملګرو ملتونو ته سپارو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جنا رباني کهر د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) وویل چې اسلام آباد غواړي د "نه انکار وړ" او "دقیق" شواهد چې هند ته د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره ربط ورکوي، رسما د ملګرو ملتونو سازمان ته وسپاري.

میرمن کهر زیاته کړه په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د لاهور په بم ایښودنو کې د نوې ډهلي د لاس لرلو د شواهدو او مدارکو دوسیه برابره شوې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې استول پیل شوي دي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو څخه د ډک موټر په مرسته د لشکر طیبه ډلې د بنسټ ایښودونکي حافظ سعید له کور څخه بیرون پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. په یاد برید کې څلور کسان ووژل شول خو سعید او د هغه د کورنۍ غړو ته زیان ونه رسید.

هند او متحده ایالات حافظ سعید په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ممبۍ په مرګوني برید کې په لاس لرلو تورنوي‌، هغه برید چې پکې د امریکایي اتباعو په ګډون ۱۶۶ کسان ووژل شول.

حنا رباني کهر وویل:" هیله منه یم چې هغوی دا شواهد وڅیړي او خپل مسولیت ادا کړي."

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو چې د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې د یوې شبکې څو غړي نیولي‌ چې د ۲۰۲۱ کال په ځانمرګي برید کې یې د هغوی د لاس لرلو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې یو جګپوړي چارواکي هم ویلي وو چې پاکستان د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو داسې معاملات څارلي دي چې د یادې شبکې د تمویل لپاره ترسره شوي وو. هغه زیاته کړې وه داسې شواهد شته چې دا پیسې له هند څخه استول شوي وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې زیاته کړې چې د یاد برید تسهیل کوونکي او پلانونکي په هند کې دي. هغې له نوې ډهلي څخه وغوښتل چې یاد کسان تسلیم کړي.

هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي. حافظ سعید په ۲۰۱۹ میلادي‌ کال کې ونیول شو او د ترهګرۍ د تمویل د څو مواردو په تور په ۳۱ کاله زندان محکوم شو. خو هغه د ممبايي د ۲۰۰۸ کال د پیښې په تړاو محاکمه نشو.

هند د لسیزو راهیسې پاکستان د هغو تندلارو په تمویل تورنوي چې په سیمه کې د هند پر اهدافو بریدونه کوي. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویتریز خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG