غزني کې موټر بم برید؛ ۳۰ تنه وژل شوي ۲۴ ټپیان دي

د غزني ولایت مقامات وایي د یو موټر بم د چاودنې له کبله پدې ولایت کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن د یکشنبې د ورځې نومبر ۲۹ (لیندۍ ۹) د سهار شاوخوا اته بجې د ده یک ولسوالۍ اړوند په "قلعه جوز" سیمه کې شوې ده.

مقاماتو ویلي دي چې بریدګر خپل "هاموي" موټر چې د چاودیدونکو توکیو ډک و، د ددې ولایت کماندو قطعې مرکز ته نژدې چوولی دی او دغه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکتر باز محمد همت وايي چې د پېښې له ځایه ۳۰ مړي او ۲۴ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي همت زیاته کړه چې ددې چاودنې ټول قربانیان افغان پوځیان دي.

ځینو سرچینو بیا ویلي چې موټر بم برید په سیمه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په مرکز کې دننه رامنځته شوی دی.

خو ​د افغانستان دفاع وزارت وايي، نن سهار د غزني ولایت د « ده یک» ولسوالۍ په «قلعه جوز» سیمه کې موټر بم برید د ملي اردو ۱۰ سرتیري وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.

دفاع وزارت نن شنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ نهمه) اعلامیه کې ویلي چې یو ځانمرګي کس په یاده سیمه کې د ملي اردو مرکز ته نژدې خپل له چاودېدونکو موادو ډک موټر منفجر کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره په دې تروریستي برید کې، د ملي اردو ۱۰ تنه ځواکونه شهیدان شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې په غزني ولایت کې د ده یک ولسوالۍ پر لار موټر بم برید شوی، خو په اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه موټر بم برید مسؤلیت نه دی منلی.