ننګرهار کې موټر بم چاودنې څلور محلي پولیس وژلي

عکس (ارشیف)

د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، دغه موټر بم برید نن سې شنبه جولای ۷ (چنګاښ ۱۷) سهار لس بجې د ښېوې ولسوالۍ په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه کې پخپله نور زمان او د هغه درې ساتونکي وژل شوي او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په دغه موټر بم چاودنه کې نهه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه امر عبدالواسع انتظار هم د چسپکي ماین چاودنې که تر اخیستو ټپونو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د روان کال د غويي میاشتې پر ۲۳مه د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان شیخ اکرم جنازه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.