په کابل کې ځانمرګي برید شاوخوا ۳۱ تنه ووژل

Muslim girls are seen after prayers, in Lagos, Nigeria.

د کابل ښار خپل سهار د طالبانو په ځانمرګی برید پیل کړ. ځانمرګي د ښار په لویدیځه څنډه کې ځان والوزوه او لږ تر لږه ۳۱ تنه یې ووژل.

برید دقیقآ د ښار په درېیمه حوزه کې "سرک ګولایي دواخانه" په نامه سیمه کې وشو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې په برید کې شاوخوا ۳۱ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت اعلامیه وايي په بریدګر کې له کرولا موټر څخه استفاده شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحیدالله مجروح امریکا غږ اشنا ته وویل چې کابل کې روغتونونو ته ۱۸ مړي او ۳۶ ټپیان انتقال کړل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا ته وویل د بریدګر هدف د افغانستان د کانونو او پیټرولیم د وزارت د سپرلۍ موټر و. دی وايي وژل شوي او ژوبل شوي ملکیان دي.

د امریکا سفارت دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید غندلی دی. د ارګ د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې دغه برید 'نه بښونکی او د بشر ضد عمل' بللی دی. د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بیا له خلکو څخه غوښتي چې د افغان ولس او دولت د ګډ دښمن په خلاف یو موټی شي.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو په شورا کې وویل "موږ د ملي یووالی د حکومت د مسولینو په توګه د خلکو د غوښتنو او د هغو مسایلو پر سر چې د خلکو او د هیواد د سیاسي مشرانو پورې اړه لري د خبرو او بحث لپاره دروازې تل پرانیستې پریږدو، ترڅو په یووالي سره دا لویه ستونزه، چې د افغانستان ټول خلک ورسره مخامخ دي او هره ورځ قُرباني ورکوي، له مخې پورته کړو".

د دې برید ځای سره نږدې د افغانستان د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور هم دی. وسله‌ والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

دغې ډلې په یو بیان کې ویلي، په دغه برید کې یې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د منسوبینو د حملې موټر په نښه کړی دی. خو د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې په نښه شوی موټر د دغه ریاست منسوبینو پورې تړاو نه لري.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د روشنایي غورځنګ نیت درلود تیرکال د دغه غورځنګ په لاریون کې د شویو ځانمرګو بریدونو لومړی تلین نن ولمانځي، خو له ارګ سره یې له خبرو وروسته خپل لاریون ځندولی دی.