د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې په بمبارۍ کې پنځلس افغان پولیس وژل شوي


په افغانستان کې د قاطع ملاټړ ماموریت ویلي چې د دې پیښې پلټنې یې پیل کړي دي
په افغانستان کې د قاطع ملاټړ ماموریت ویلي چې د دې پیښې پلټنې یې پیل کړي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې پنځلس افغان پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دې بمبارۍ کې اکثره وژل شوي پولیس سیمه ایز پولیس دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ماسپښین ناوخته امریکايي هوایي ځواکونو په تیروتنه کې د دغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍکې د افغان پولیسو په یوه پوسته بمباري کړې چې له امله یې په دغه پوسته کې دولس افغان پولیس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قومانذانۍ دا پیښه تائید کړې او د افغان پولیسو په تلفاتو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

دغې قوماندانۍپه یو بیان کې ویلي چې دا تلفات په ګرشک ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر خلاف په جګړه کې افغان ځواکونو ته د امریکایي هوايي ځواک د ملاتړ د برابرولو پر وخت پیښ شوي دي.

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو، د دې پیښې د پلټنې خبر هم ورکړی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات هم د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي د دې پیښې پلټنه پیل شوې ده.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي په وژل شوو ۱۵ تنو کې د پولیسو دوه صاحب منصبان هم شامل دي.

افغان حکومت هم له کابل څخه د دغې پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی هلمند ته استولی دی.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د اب پاشک، سربند او ادم خان پر سیمو درې ورځې وړاندې طالبانو د ځانمرګو بریدونو وروسته جګړه پیل کړه چې لړۍ یې لا هم د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې روانه ده.

طالبانو رسینو ته ویلي چې په دریو ځانمرګو بریدکوونکو کې چې ګرشک په ولسوالۍ کې یې پر افغان ځواکونو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي یو یې د طالبانو د مشر ملا هیب الله اخوندزاده ۲۲ کلن زوی عبدالرحمان وو.

طالبانو ویلي چې عبدالرحمان د برید وړاندې یوه لنډ ویډیوي پیغام هم ثبت کړی دی.

XS
SM
MD
LG