د خيبر پښتونخوا ايالت د قبايلي ولسوالۍ شمالي وزيرستان په ميرلي کې د سبزيو او څارويو پرمنډيۍ بريد په پاکستان کې د مېشتو پښتنو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
له راپورونو سره سم د سپټمبر پر ۲۴ (تله ۳) سهار مهال د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې پر مهال د سبزۍ، مېوو او څارویو پر منډیۍ توغندي ولګېدل چې لسګونه څاروي، چې اکثريت يې غواوې او مېښې وې، ژوندي وسوځېدلې او ووژل شولې. بلخوا په دغه سیمه کې يوشمېر دوکانونه هم وسوځېدل چې دوکاندارانو او سوداګرو ته يې د ميليونونو روپيو زيان واړاوه.
د دغې سيمې يوشمېر کسانو ويلي چې د پاکستان پوځ د ميرلي پر منډيۍ د هاوان مرمۍ واورولې چې له امله يې اور بل شو او هرڅه يې وسوځول، خو پوځ لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی البته د شمالي وزيرستان ځينو حکومتي چارواکو ويلي چې اغېزمنو کسانو ته به د رسېدلي زيان بدله ورکوي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو يوازې دومره ويلي چې د سېپټېمبر پر ۲۴ يې په ميرلي کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال پنځه وسله وال وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي. دغو ځواکونو زياته کړې چې په هغه نښته کې څلور پوځيان هم ژوبل شوي دي.
تر اوسه کوم وسله والې ډلې د پوځ د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ددغې پېښې څو ساعته وروسته د ټولنيزو شبکو پر خپله رسمي اېکس پاڼه د اغېزمنې منډيۍ ويډيو خپره کړه. په هغه ويډيو کې يوشمېر سوځول شوې او وژل شوې غواوې او مېښې ښکاري او له منډيۍ لوګی پورته کېږي.
پي ټي اېم ليکلي: "د پاکستان پوځ هره ورځ په وزیرستان کې د استوګنې پر سیمو د درنو وسلو او توپخانې ډزې کوي. دا ډول بمبارۍ په پښتونخوا کې د پاکستان د جنګي اقتصاد برخه ده."
په پاکستان کې يوشمېر پښتنو پر هغې پېښې د غم او غصې د څرګندونې تر څنګ ګيله کړې ده چې د هغه هېواد رسنيو دا پېښه "له پامه غورځولې" او هېڅ "پوښښ" يې نه دی ورکړی.
د کوټې يو سياسي او ټولنيز فعال عبدالباري اڅکزي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "[د پاکستان] په سيند ايالت کې چې کله له يو اوښ څخه پښه پرې کړل شوه نو پاکستانيو رسنيو اسمان پر سر واخيست. نن په ميرلي کې د منډيۍ ټول مالونه ژوندي وسوځول شول، ايا يو ځای به چا ته احساس وشي؟"
د نوموړي په شان پر ټولنيزو شبکو سلګونو نورو کسانو دا ډول پوسټونه کړي دي.
د روان ۲۰۲۴ کال په جون مياشت کې د پاکستان د سيند ايالت په سانګړ ولسوالۍ کې يو ځايي کس پوليسو ته عريضه وکړه چې ځينو ناڅرګنده کسانو د هغه د اوښې پښه په تبر ماته کړې ده. وروسته د سيند ايالتي حکومت د هغې پېښې خلاف اقدام وکړ. بلخوا هغې پېښې ته پر پاکستانيو رسنيو څو ورځې پوښښ ورکول شو.
پر دې سربېره د سي ډي ار اېس په نامه د ناورینونو پر وخت د مرستې رسولو يوې غير دولتي ادارې ويلي وو چې هغوی به د ژوبلې اوښې درملنه کوي. "په دوبۍ کې هم د اوښانو له پوهانو سره د ټپي اوښې د درملنې په اړه خبره شوې ده او دوی د اوښې خیال ساتي.
هغه مهال هم د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو يوشمېر کسانو پر ټولنيزو شبکو وليکل چې دا ښه خبره ده چې د اوښې پښې پرې کېدو ته ظلم وويل شو او د هغې درملنه روانه ده، خو د هغوی په وينا، د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د ماينونو په چاودنو کې د ماشومانو د پښو پر پرې کېدو او معيوبه کېدو باندې څوک غږ نه پورته کوي.
پښتون سياستوال او پخواني سناتور افراسياب خټک د ميرلي پېښې په اړه پر اېکس ټولنيزې شبکې ليکلي چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ د ورته عملياتو پر مهال د شمالي وزيرستان په ميرامشا او مير لي کې زرګونه کورونه ويجاړ او لوټ شول. نوموړي زياته کړې چې د پاکستان رياست "د پښتنو د مرګ، ويجاړۍ او بې کورۍ تګلاره" پرمخ وړي.
پر ټولنيزو شبکو ځينو نورو کسانو شک څرګند کړی چې د پاکستان پوځ په ميرلي کې کيمياوي ډوله وسله کارولې ده.
سياستوالې بشره ګوهر پر ټولنيزه شبکه اېکس ليکلي چې په میرلي کې د امنیتي ځواکونو په بې توپیره برید کې په تورن ډول کیمیاوي مواد کارول شوي چې څاروي یې وژلي او یوه سوداګریزه سیمه یې سوځولې ده.
نوموړي زياته کړې: "د ميرلي پر پېښه د پاکستان د ملي اسامبلې او ايالتي اسامبليو چوپتيا په پښتونخوا کې د مرګ او بربادۍ د ملاتړ په معنی ده."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د شمالی وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې وسلوال بریدونه، هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوې دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد بې توپيره عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.