د غزې د سولې خبرې بیا پیلیږي؛ اسرائیل په رفح کې د نظامي عملیاتو پلان منظور کړی

یو شمیر فلسطینیان د رفح په ښارګوټي کې د روژې په میاشت کې د جمعې لمونځ کوي.

مصري چارواکو ویلي چې ټاکل شوې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې بندیدو په هدف خبرې په قطر کې د یکشنبې په ورځ بیرته پیل شي.

د مصر، متحده ایالاتو او قطر په ګډون ځیني هیوادونه چې د اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي، پلان درلود چې د روژې میاشتې پیل څخه وړاندې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي خو د حماس ټینګار دا و چې په غزې کې په دایمي توګه د اوربند کیدو پرته به موافقه ونکړي – هغه غوښتنه چې اسرائیل رد کړې وه.

دا به د روژې میاشتې پیل کیدو راهیسې لومړی ځل وي چې د اسرائیل – حماس چارواکي پدې غیرو مستقیمو خبرو کې برخه اخلي.

دواړو خواوو پدې تیرو څو ورځو کې داسې اقدامات کړي چې ترې څرګندیږي خبرو کولو ته چمتو دي.

د مصر یو چارواکی چې پدې خبرو کې په مستقیمه توګه برخه لري، شنبه مارچ ۱۶ ( کب ۲۶) یې مطبوعاتو ته ویلي چې دا ځل په خبرو کې د حماس ډلې منځګړو هیوادونو ته د اوربند کیدو لپاره د دریو پړاونو وړاندیز کړی.

دې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کولې وویل چې په لومړي پړاو کې به اوربند د شپږو اوونیو لپاره وي چې په همدې ترڅ کې به د حماس ډله ۳۵ یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

پدې پړاو کې به میرمنې، ناروغان او د پاخه عمر کسان خوشې شي او په بدل کې به یې د اسرائیل د زندانونو څخه ۳۵۰ فلسطیني بندیان خوشې شي.

دا مطلب هم ولولئ بلینکن: د غزې په جګړې کې د ملکیانو خوندیتوب باید د اسرائیل 'لومړۍ دنده وي'

په پلان کې همدارنګه ویل شوي چې د حماس ډله به د اسرائیل پنځه ښځینه سرتیرې خوشې کړي او په بدل کې یې باید اسرائیل د هرې خوشې شوې سرتیرې په مقابل کې ۵۰ فلسطیني بندیان خوشې کوي چې ځیني یې د کالونو راپدیخوا په اسرائیل کې بندیان دي او د ترهګرۍ تورونه پرې لګیدلي دي.

د حماس ډلې بله غوښتنه دا ده چې اسرائیلي ځواکونه به د غزې دوو مهو سړکونو څخه اوځي، بې ځایه شويو فلسطینیانو ته به اجازه ورکړل شي چې بیرته د غزې شمال ته خپلو کورونو ته ستانه شي او همدې سیمو ته چې په جګړو کې له منځه تللي دي، د بشري مرستو ورتګ ته اجازه ورکړل شي.

مصري چارواکو ویلي چې په دویم پړاو کې به حماس او اسرائیل دایمي اوربند اعلان کړي او د حماس ډله به پاتې اسرائیلي سرتیري او ملکي یرغمل شوي کسان خوشې کړي چې په بدل کې به یې اسرائیل نور فلسطینیان له زندانونو څخه آزاد کړي.

د اوربند په دریم پړاو کې به د حماس ډله اسرائیل ته د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه وسپاري خو پدې شرط چې اسرائیل د غزې په تړانګې لګول شوی بندیز لیرې کړي او د بیا رغونې کارونه پیل شي.

سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د حماس ډلې لخوا وړاندیز شوی پلان "غیر واقعي" دی خو بیا یې هم منلې چې قطر ته د نورو خبرو لپاره به خپل مذاکراتي ټیم واستوي.

د نتنیاهو حکومت په غزې کې د دایمي اوربند کیدل رد کړي او پدې ټینګار کوي چې د حماس له "منځه وړلو" لپاره باید خپل هدف پوره کاندي.

مصري چارواکي داسې مهال د اوربند په هکله د خبرو بیا پيل کیدل اعلانوي چې د نیتن یاهو دفتر د جعې په ورځ وویل د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د نظامي عملیاتو پلان یې منلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې پدې ښارګوټي کې شاوخوا ۱.۴ ملیون فلسطینیان د نورو سیمو څخه د جګړو له کبله راکډه شویدي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون ځینو هیوادونو ویلی چې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل نظامي عملیات به "تبا کوونکي" وي خو اسرائیل وایي د حماس ډلې له منځه وړلو لپاره به هلته عملیات کوي.

د نتنیاهو حکومت د عملیاتو جزیات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې څه وخت به پیلیږي خو دومره یې ویلي چې پدې نظامي عملیاتو کې د رفح څخه د ملکیانو ایستلو پلان هم شامل دي.