د طالبانو حکومت له ترکمنستان سره د انرژۍدرې اړخیزه تړونونه لاسلیک کړل

دغه درې اړخیزه تړونونه تیره ورځ لاسلیک شول.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په کابل او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې، د افغانستان برښنا شرکت د ترکمنستان او چالیک کمپنۍ سره د انرژۍ سکټور د ښه والي په هدف درې اړخیزه تړون د لاسلیکولو خبر ورکړ.

د برښنايي پروژو د کارونو د چټکوالي په هدف د افغانستان برښنا شرکت او ترکمنستاني پلاوي خبرې د تیرې دوشنبې په ورځ پيل شوې وې چې تیره ورځ پنجشنبه پای ته ورسېدې.

د یاد ریاست د معلوماتو په اساس په دغه خبرو کې ټینګار وشو چې د شبرغان ـ د دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولت مزي کار دې ژر تر ژره بشپړه شې ترڅو له ترکمنستان څخه کابل او نورو ولایتونو ته ډاډمنه برېښنا ولېږدول شي.

د افغانستان برښنا شرکت پرون پنجشنبه جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷مه) ویلي: "دا خبرې د روانې اونۍ د دوشنبه په ورځ پيل او نن پنجشنبه د نورالجهاد سب سټېشن د پراختيا تړون په لاسليک او د افغانستان، ترکمنستان او چاليک کمپنۍ ترمنځ درې اړخيز پروتوکول په لاسليک سره لاسليک شو"

د افغانستان برښنا شرکت پر داسې مهال له ترکمنستان سره د انرژۍ سکتور د ښه والي په هدف د درې اړخیزه تړون د لاسلیک خبر ورکوي چې د تیرو درې ورځو راپدېخوا افغانستان ته د ازبکستان وادراتي برښنا قطعه شوې ده.

برښنا شرکت ویلي و چې د منځنۍ اسیا په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې رامنځته کېدو له امله د ازبکستان، قرغېزستان او قزاقستان برېښنا پرې شوې ده.

یاد شرکت ویلي و چې د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د افغانستان برېښنا تخنیکي ټیمونو د لومړي ځل لپاره د ترکمنستان برېښنا له کابل سره نښلولې.

دا په داسې حال کيده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په مرکز کابل کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده.خلک وایي چې د ژمې په شپو ورځو کې د برښنا پرچاوي له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.