د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ویلي دي هغه څه چې د شیکاگو په ښار کې پیښیږي، ډارونکې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ویلي دي چې شیکاگو د جگړې د میدان په څیر ده او په دې ښار کې مرگ ژوبله ډارونکې او هغه څه ته ورته ده چې په افغانستان کې پیښیږي.
دونالد ټرمپ د ای بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وویل "وژنې دي. ډارونکې وژنې دي. افغانستان دی – هغه څه چې په شیکاگو کې پیښیږي...په لنډه موده کې په زرگنو کسان په دې ښار کې وژل شوي دي."
ښاغلي ټرمپ له مرکې دمخه په ټویټر کې لیکلي وو چې که په شیکاگو کې روانه وژنه ونه دریږي، هغه د فدرالي حکومت له امکاناتو څخه د هغې د مخنیوي لپاره کار واخلي.
If Chicago doesn%27t fix the horrible "carnage" going on, 228 shootings in 2017 with 42 killings (up 24% from 2016), I will send in the Feds!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 25, 2017
د امریکا په متحده ایالاتو کې په وسله وال تاوتریخوالی کې هر کال په زرگونو وگړي وژل کیږي. د "وسله وال تاوتریخوالي د ارشیف" د رپوټ له مخې په ٢٠١٦ کال کې د تاوتریخوالي په څه دپاسه ٥٨ زره پیښو کې څه دپاسه ١٥ زره کسان وژل شوي دي او لږ تر لږه دیرش زره ۵۹۲ نور کسان ټپي شوي دي.
شیکاگو هر کال د وسله وال تاوتریخوالي له درکه د امریکا د متحده ایالاتو د تر ټولو خطرناکو ښارونو په سر کې راځي. په ٢٠١٦ کال کې شاوخوا ۷۶۲ تنه – تقریباً په ورځ کې دوه تنه – په وسله وال تاوتریخوالي کې په دې ښار کې وژل شوي.
ملگرو ملتونو ویلي دي چې د ٢٠١٦ کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۲ ملکیان په جگړو او وسله والو نښتو کې وژل شوي دي او ۵۸۳۵ نور ملکي وگړي ټپي شوي دي.