د کوکنارو د بدیل په توگه د ننگرهار د بزگرو کورنیو ته چرگان ورکړل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

دغې مېرمنې ته د کرنې او مالدارۍ ادارې شل چرګان ورکړي چې و یې ساتي.

دغه میرمن چې چرگو یې تازه هگۍ اچول پیل کړي وایي غربت وهلي او تمه لري چې د چرګانو د هګیو له برکته یې د ژوند چارې وچلېږي.

د هګیو دا چرګان غریبو کورنیو ته ورکړ ل شوي، خو له دې سره سره همدغو کورنیو ژمنه کړې چې په خپلو کروندو کې به کوکنار هم نه کري.

د ننګرهار کرنې ریاست وايي چې دغه ولایت کې یې شپږ زره مېرمنو ته دغه ډول واړه فارمونه جوړ کړي دي چې ورځنی ژوند پرې وچلوي.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي چې د موسیسو په کومک دغه ډول فارمونه ددې لپاره هم ورکړل شوې دي چې خلک کوکنار ونه کري. دوی وایي ګټه ښایي لږه یا ډېره وي، خو به حلاله وي.