د سودان د کډوالو په کمپونو کې هره ورځ ۱۰ ماشومان مري

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) وویل چې د روان کال د مۍ له میاشتې راهېسې هره ورځ د سودان د کډوالو په کمپونو کې ۱۰ ماشومان مړه کېږي.

ملګري ملتونه وايي داسې ښکاري، چې په سودان کې د نوي کال تر پاي پورې زرګونه نوې زېږېدونکي ماشومان مړه شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی دی چې په دغه هېواد کې جګړو د ماشومانو په روغتیا باندې ډېر بد اغیز کړی دی.

د یونیسف ویاند جیمز ایلدر وویل چې د روغتیايي او خوراکي خدمتونو په مرکزونو کې باندې مسلسل بریدونه او په ولسي خلکو ظلمونه شاید د زرګونو نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې لامل شي.

نوموړي وویل چې په سودان کې هره میاشت ۵۵زره ماشومان، چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي، درملنې ته اړتیا لري. دا مهال په خرطوم کې په هرو ۵۰ صحي مرکزونو کې یې یو فعال دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې ټیمونو یې تشخیص کړی چې د مۍ له ۱۵ نېټې څخه نیولې د سپتمبر تر ۱۴ نېټې پورې، د کډوالو په نهو کمپونو کې ۱۲۰۰۰ ماشومان، چې عمرونه یې تر پنځو کالونو کم وو، مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې اکثریت مړه شوي ماشومان د جنوبي سودان او ایتوپیا دي.

دغه ادارې ویلي دي چې په همدې مودې کې د شرې ۳۱۰۰ مشکوکې پېښې او د کولرا ۵۰۰ پېښې هم ثبتې شوي دي. په دغه هېواد کې ملاریا او د ډینګي تبه هم خپره ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي وویل: «نړۍ د شرې او خوارځواکۍ له کبله د دغو مړینو د مخنیوي لپاره پېسې لري. موږ کولای شو چې د دې کار مخه ونیسو، خو پېسو، اړمنو کسانو ته لاسرسي او د جګړي ختمېدو ته اړتیا لرو.»

په همدې حال کې یونیسف وايي چې د سوداني ماشومانو سره د مرستو لپاره ۸۳۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، چې تر دې دمه یې یوازې ۱۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي او د بودیجې له کموالي سه مخامخ دي.