د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سږ کال تر پایه به د سودان څخه ۱.۸ ملیونه وګړي وتښتي


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي اټکل کوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه به د سودان څه ۱.۸ ملیونه وګړي پنځو ګاونډیو هیوادونو ته وتښتي او د دې کډوالو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالر غواړې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د سودان څخه د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې د پوځ لوی درستیز او چټک ملاتړ ځواکونو د مشر تر منځ په پایتخت خرطوم کې جګړې پیل شوي، څه باندې یو میلیون وګړي اړ شوي چې نورو هیوادونو ته کډه شي.

چاد، مصر، ایتوپیا، جنوبي سودان او د مرکزي افریقا جمهوریت د سودان ګاونډي هیوادونه دي چې دا وګړي ورکډه شوي.

د ۱.۸ ملیون وګړو څخه چې د سودان څخه تښتیدلي دریمه برخه یې جنوبي سودان ته تللي چې د بې پولې ډاکټرانو معلوماتو له مخې دا کډوال د سپین سیند څخه تیریږي او ځانونه یو کمپ ته رسوي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې کډوال دوړو کښتیو څخه کار اخلي او ټول سفر یې درې ورځې وخت نیسي. ګڼ شمیر کډوال په لار کې مړه شوي هم دي..

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اندیښنه ښودلې چې د سودان څخه نوي کډه شوي خلک په ګڼ شمیر هیوادونو کې د خوارځواکۍ، کولرا او شري په شان نورو ناروغیو د خطر سره مخ دي.

د سودان د وضعیت لپاره د UNHCR سیمه ایز همغږي کوونکي وویل چې په ځینو هیوادونو کې د سودان څخه کډه شوي ماشومان د داسې ناروغیو څخه مړه کیږي چې په بشپړه توګه یې مخنیوی کیدی شي خو پدې شرط چې دې هیوادونو ته مناسب امکانات ورکړل شي.

ملګري ملتونه پداسې وخت کې د سودان د کډوالو په هکله اندیښنه څرګندوي چې د همدې یترې یکشنبې په ورځ هم د دې هیواد په پایتخت کې په تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ عام خلک ووژل شول.

د رضاکارانو یوه ډله، چې مخکې به یې په سودان کې د دموکراسۍ په پلوۍ مظاهرې کولې او اوس په جګړې کې د اېسارو شویو کورنیو سره مرستې کوي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې په هوايي برید کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قربانیانو شمېر زیات دی او "ځینې یې ډېر بد سوځېدلي او ټوک ټوک شوي وو او روغتون ته د وړلو نه" وو.

په سودان کې د روان کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG