د چهلستون تاریخي بڼ او مانۍ بیا رغول شوي

د چهلستون مانۍ په یو لوړ ځای کې جوړه شوې چې د کابل ښار لویه برخه ترې ښکاري.

کابل کې د چهلستون تاریخي بڼ بیا رغول شوی دی. دغه بڼ چې دوه میاشتې مخکې د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شوی په یادې مودې کې له ۷۵ زرو ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې.

بڼ په معیاري ډول رغول شوی او د تفریح لپاره پکې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي. دغه بڼ اوس مهال د کابل ښار یو له غوره تفریح ځایونو بلل کیږي چې ګڼې کورنۍ یې لیدو ته ورځي.

د کابل د تاریخي بڼونو د موسسې مشر وايي له هغه وروسته چې دغه بڼ ګټه اخسیتنې ته سپارل شوی هره ورځ د کورنیو په شمول شااوخوا ۱۵۰۰ سیلانیان د بڼ لیدو ته راځي.

دغه بڼ د اتلسمې زېږدیزې پیړۍ په ورستیو کلونو کې جوړ شوی.

امان الله صاحب زاده امریکا غږ ته وویل: "په تېرو دوو میاشتو کې چې دغه بڼ ګته اخیستو ته سپارل شوی له ۷۵ زرو نه ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې ده. دغه شمېر له دې هم ډېر دی ځکه یاد کسان یوازې د ټیکټ اخیستونکو (له ماشومانو پرته) شمېر دی. په بڼ کې اسانتیاوې شته او د کورنیو او سیلانیانو د تفریح لپاره یو مناسب ځای دی."

په بڼ کې چایخونې، کانیتنونه، ورزشي کلپونه او د ناستې لپاره پکې ښه امکانات برابر شوي دي.

یاد بڼ ته راغلي یو شمېر سیلانیان وايي کابل ښار کې د دغه شان ځایونو جوړېدل یوه ښه پانګونه ده.

احمد رشاد انوری چې لومړي ځل لپاره د دغه بڼ لیدو ته راغلی و امریکا غږ ته یې وویل: "د تفریح لپاره دا بڼ یومناسب ځای دی."

هغه چې خپلې کوژدنې سره د دغه پاغ په انګړ کې ګرځېده دا یې هم وویل چې د کورنیو لپاره باید مناسب تفریح ځایونه برابر شي.

د چهلستون په ۶۰ جریبه بڼ کې یوه ماڼۍ هم دنګه ولاړه ده چې د چهلستون ماڼۍ په نامه یادیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د چهلستون تاریخي بڼ او مانۍ بیا رغول شوي

ددغې ماڼۍ بنسټ شااوخوا دوه سوه کاله مخکې یعنې د اتلسمې زېږدیزې پیړۍ په ورستیو کلونو کې د شاه زمان په حکومت کې اېښودل شوی دی.

ماڼۍ په یو لوړ ځای کې جوړه شوې چې د کابل ښار لویه برخه ترې ښکاري او دغې ځانګړنې یادې ماڼۍ ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده.

پخوانیو حکومتونو کې به دغه بڼ او ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو او میلمنو کوربه ول خو د نويیمې لسیزې کورنیو جګړو کې د دغې ماڼۍ ۸۰ سلنه برخې ویجاړې شوې.

درې نیم کاله مخکې یې د بیا جوړونې چارې د جرمني هېواد په مالي ملاتړ په معیاري ډول او تاریخي معلوماتو ته په کتو پیل شوې او تر دې چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵مه ګټه اخیستلو ته وسپارل شو.

د بیا جوړونې په چارو یې ۱۴ میلیونه ډالر لږښت راغلی او د جوړولو چارې یې یواځې افغان انجینرانو او کاریګرو پر مخ بیولي دي.