په کابل کې د چین سفیر وايي چې هیواد یې له افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي.
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې هیواد به یې له افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي برابر کړي.
China will aid another 30 mil RMB (4.7 mil $)of food to Afg in addi to 200 mil which are being implemented, to help Afg people cope with harsh winter.@Zabehulah_M33 @QaharBalkhi
— Wang Yu 王愚 (@ChinaEmbKabul) December 6, 2021
هغه زیاته کړې چې دغه اندازه مرستې به د افغانستان د خلکو سره چې له سخت ژمي څخه تیریږي مرسته وکړي.
په کابل کې د چین سفیر د تیرې نومبر میاشتې پر ۲۱مه هم ویلي و چې څه باندې ۱۰۰۰ ټنه بشري مرستې له بیجېنګ څخه کابل ته روانې شوې دي.
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلو چې په دغو بشري مرستو کې غذايي مواد، شیرچای، لباسونه، د ژمي لپاره بوټان او کمپلې شامل دي.
دا مرستې په اورګاډو کې افغانستان ته انتقالیږي.
ښاغلي یو همدغه راز وویل چې د جولاۍ د میاشتې راهېسې د افغان-چین د اورګاډي د پټلۍ له لارې افغانستان ته ۲۶۰۰ ټنه خوراکي مواد انتقال شوي دي.
د چین دا مرستې داسې مهال کیږي چې کابل ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ملګري ملتونه وايي ۸.۷ میلیون افغانان تقریبا په قحطۍ کې ژوند کوي.
د خوراک نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۲۴ میلیون خلک چې د دغه هېواد ۶۰ فیصده نفوس کیږي له جدي لوږې سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری کړی دی چې د کال تر پایه به د ټول نفوس ۹۷ سلنه په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي.
له افغانستان سره د چین د کرونا ویروس ضد واکسین مرسته
په همدې مهال په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم وايي چې چین نن دوشنبه له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد یومیلیون واکسین مرسته وکړه.
نوموړي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه روغتیايي مرسته یې نن د افغانستان د خلکو په استازیتوب د بیجینګ په هوايي ډګر کې تسلیم کړې او کابل ته یې انتقال شوې ده.
China donated one million vaccines of COVID-19 to AFG. Today morning, I received this batch on behalf of the people of AFG at Beijing airport and sent it to Kabul. It also includes 1.6 million syringes. It is worth mentioning that more donations are coming. Thank you 🙏 pic.twitter.com/0rDWOWPJll
— Javid Ahmad Qaem (@JavidQaem) December 6, 2021
د قایم په وینا په دغو مرستو کې ۱.۶ میلیون سرنجونه هم شامل دي او په خبره یې نورې مرستې هم پر لارې دي.
چین تر دې مخکې هم له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد واکسین مرسته کړې وه.