طالبان: چین له افغانستان سره ۱۵ میلیون ډالر مرسته کوي

عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د چین سفیر له طالب چارواکو سره په ملاقات کې ویلي چې هیواد به یې له افغانستان سره په روغتیايي او مالي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د دغه وزارت له سرپرست سره لیدنه کې وویل چې هیواد یې له افغانستان سره له «قید او شرط پرته» مرستو او همکاریو ته ژمن دی.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ښاغلي یو له قوله ویلي چې چین به په نژدې راتلونکي کې له افغانستان سره ۱۵ میلیون ډالر او د کرونا د درې میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د چین دغه مرستې به د ژمې په رسېدو سره افغانستان ته ورسیږي. تر دې مخکې هم په کابل کې د چین سفارت له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد یو میلیون ډوزه واکسین د مرستې خبر ورکړی و.

تیره اونۍ د تاجیکستان مرکز دوشنبې کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې د چین او روسیې ولسمشرانو له طالبانو سره مرستو ته زړه ښه کړی و.

د چین ولسمشر شي جینپنګ په دغه ناسته کې په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي و تروریزم محوه کړي. د چین ولسمشر همدارنګه له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه هم کړې وه.

ښاغلي شي زیاته کړې وه چې طالبان باید ټول شموله وه اوسي او په خبره یې هغوی باید په کورنیو او بهرنیو پالیسو کې منځلاریتوب غوره کړی.

په همدې مهال پاکستاني چارواکي وايي پاکستان له تورخم لارې څخه له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ پيل کړه.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن یکشنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې په بېلابېلو خوراکي توکو بار ۱۳ لارۍ موټر له تورخم څخه جلال اباد ته رسېدلي چې وروسته به د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ورسول شي.

له افغانانو سره یادې بشري مرستې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د کار نشتوالي له امله خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان اوس مهال له بشري ناورین سره مخ دی او په خبره یې د دغه هیواد ۱۸ میلیون وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.