چین له جرمني‌ غوښتي د کرونا په اړه یې اقدامات وستایي

د چین د کورنیو چارو وزارت په یو لیک کې دا مسئله افشا کړې ده

په برلین کې د چین سفارت ځینو دپلوماتانو د جرمني‌ چارواکو څخه غوښتي دي چې د کرونا د وبا سره د چین د مبارزې په اړه مثبتې اعلامیې خپرې کړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یو لیک کې دا خبره افشا کړې ده.

دا لیک د اپریل په ۲۲ د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند غړې مارګرات بایوس ته استول شوی دی. هغې پوښتنه کړې وه چې آیا د چین دپلوماتانو له جرمني چارواکو سره تماسونه نیولي‌ چې د کرونا په کنترولولو کې د بیجینګ په اړه مثبتې اعلامیې خپرې کړې؟

رویټرز خبري اژانس وایي چې هغوی دا لیک ترلاسه کړی او لوستلی دی.

په لیک کې راغلي دي: " د جرمني حکومت د چین سفارت د دپلوماتانو له هغو انفرادي تماسونو خبر دی چې هدف یې د کروناویروس په مدیریت کې د چین د خلکو د جمهوریت په اړه د مثبتو اعلامیو خپرول دي. د فدرال حکومت دغو وړاندیزونو ته ژمن دی."

دا راپور په لومړي ځل د جرمني د ویلټ ام زونتاګ (نړۍ د یکشنبې په ورځ) ورځپاڼې خپور کړی. ورځپاڼې په برلین کې د چینایي چارواکو له خولې دا خبر رد کړی دی.

د چین سفارت په دې موضوع د تبصرې لپاره لا څه نه دي ویلي او رویټرز آژانس وایي‌ چې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه تبصره ونکړه.

د جرمني‌ د کورنیو چارو وزارت په دغه لیک کې ویل شوي‌ چې د جرمني‌ حکومت د دغې وبا په مخنیوي کې په ځانګړي ډول د جنوري له ۲۳ نېټې راهېسې د چین په هلو ځلو خبر دی.

په لیک کې دا خبره هم شوې چې جرمني په دې باور دی چې د دغې وبا سره په مبارزه کې شفافیت مهم دی، خو نه دي‌ ویل شوي ‌چې آیا چین په دغه مبارزه کې شفاف دی که نه؟

د جرمني‌د کورنیو چارو وزارت نه دي‌ ویلي چې د چین دپلوماتانو کله د دغه هېواد له چارواکو سره تماسونه نیولي.

په همدې حال کې چین هلې ځلې کوي چې د اروپايي ټولنې د هغه راپور د خپرېدو مخه ونیسي‌ چې بیجنګ په کې د کروناویرس په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورنوي. امریکا هم شک لري چې چین په دې اړه دقیق معلومات نه خپروي.

د کرونا ویروس چې په ډسمبر کې په چین کې خپور شو، په جرمني کې څه باندې ۵۸۰۰ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۱۵۵زره نور پرې اخته دي.

دا وایروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی چې تر دې دمه یې په نړۍ کې تر ۲۰۳زرو ډېر کسان مړه کړي.