امریکا: په تایوان به د چین برید په اوکراین د روسیې د برید په شان ستراتیژیکه'تیروتنه' وي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي 

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) خبرداری ورکړ چې په تایوان به د چین هر ډول برید په اوکراین د روسیې د برید په شان یوه ستراتیژیکه تیروتنه وي.

ښاغلي میلي وویل: " فکر کوم دا به عاقلانه نه وي، دا به سیاسي تیروتنه وي، یوه جیوپولیتیکي تیروتنه، یوه ستراتیژیکه تیروتنه، مشابه هغې ستراتیژیکې تیروتنې ته چې پوتین (د روسیې ولسمشر) په اوکراین کې وکړه."

خو ښاغلي‌ میلي په خودمختار او دیموکراتیک ټاپو باندې د کوم قریب الوقع برید په اړه څه ونه ویل.

نوموړي وویل، په دې باور دی چې د چین ولسمشر شي جین پینګ چې په دې وروستیو کې د درېیم ځل لپاره د یاد هیواد مشري ترلاسه کړې او له چین سره یې د تایوان یوځای کیدل په خپل عمده لومړیتوب کې راوستی، یو "منطقي لوبغاړی" دی.

ښاغلي میلي خبریالانو ته وویل: "فکر کوم هغه د مسایلو قیمت ارزوي، فواید او خطرات او زه فکر کوم چې هغه به دې نتیجې ته ورسیږي چې په نږدې راتلونکې کې پر تایوان برید به پراخ خطرات ولري او د چین د پوځ په ستراتیژیکې ماتې سره به پای ته ورسیږي."

دغه جګپوړي امریکایي جنرال څرګنده کړه چې دا کار به د نړۍ پر یو غوره اقتصادي او نظامي قدرت د چین د بدلیدو هڅې ودروي.

نوموړي وویل پر اوکراین د روسیې د فبروري میاشتې برید چې د غرب د وسلو په مرسته د اوکراین د مبارزینو د پیاوړي مقاومت په نتیجه کې درول شوی، روښانه عبرت ورکوي.

میلي څرګنده کړه:" یو مورد چې خلک یې زده کوي دادی چې د کاغذ پر مخ جګړه د واقعي جګړې په نسبت ډیره متفاوته ده." ددغه امریکایي جنرال په وینا، کله چې وینه تویه شي، خلک ووژل شي او واقعي ټانکونه منفجر شي، نو حالت یو څه متفاوت دی. په جګړه کې ماتیدل او مړینې زیاتې دي.

جنرال میلي وویل، د چین پوځ په ۱۹۷۹ کال کې د ویتنام د جګړې راوروسته په کومه جګړه کې ونډه نده اخیستې. هغه زیاته کړه، د چین پوځ کولای شي په راکټونو او بمونو په تایوان برید وکړي خو د غرونو او پر نفوسه ټاپو نیول به "ډیر ستونزمن نظامي کار وي."

د امریکا د وسله وال پوځ د لوی درستیز په وینا، چین به پر تایوان د برید په صورت کې ډیره خطرناکه لوبه وکړي ځکه چین ددې کار تجربه او سابقه نلري، هغوی یوازې په دې اړه زده کړي کړي دي.

دغه امریکایي جنرال په داسې حال کې دغه خبرداری ورکوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر د نومبر په ۱۴ نیته په اندونیزیا کې د چین له ولسمشر سره په لومړۍ مخامخ لیدنه کې ژمنه وکړه چې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ اختلافات به په سوله ییزه توګه هواروي او د تاوتریخوالي پېښېدو مخنیوی به کوي.

د غونډې په پیل کې، بایډن وویل، له ولسمشر شي جینپینګ سره په ګډه "مسوولیت" لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو امکانات په ګوته کړي او وښيي چې "خپلمنځي اختلافات" حل کولی شي.