چین امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي- امریکايي رسنۍ

د چین ولسمشر شي جینپنګ او د کیوبا ولسمشر میګل دیاز-کانل

امریکایي رسنۍ وايي چین او کیوبا یوې موافقې ته رسېدلي، چې بیجینګ له متحدو ایالتونو څخه ۱۶۰ کیلو مېتر لېرې په کیوبا کې دننه د خبرو او «مکالمو اورېدنې الکترونیکي» مرکز جوړوي.

امریکایي رسنۍ والسټریټ ژورنال په لومړي ځل د دې مسئلې‌ په اړه راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي دي، چې دا استخباراتي مرکز به چین ته اجازه ورکړي چې د متحدو ایالتونو د جنوب ختیځ سیمو څخه «الکترونیکي مکالمې ټولې» کړي. په دغو سیمو کې د امریکا یو شمېر پوځي مرکزونه دي، چې د امریکا د بېړیو ترافیک هم څاري.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي رسنیو دا راپور رد کړی او «بې اساس او غلط یې» بللي دي. د سپینې ماڼۍ یو ویاند دا راپورونه «دقېق» ونه بلل.

په واشنګټن ډي سي کې د چین د سفارت څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، د سفارت یو ویاند وویل: «موږ په دې قضیې خبر نه یو او په دې اړه کومه تبصره نشو کولای.»

د امریکا یو استخباراتي مقام، چې په دغې مسئلې باندې خبر دی د نوم نه خپرولو په شرط ویلي دي، چین به په اقتصادي لحاظ تر فشار لاندې کیوبا ته د دغه استخباراتي مرکز په بدل کې میلیاردونه ډالر ورکوي، لا معلومه نه ده چې دا مرکز به کله فعال کېږي.

راپورونه وايي، چې د دغه احتمالي مرکز د جوړېدو خبر د جو بایډن حکومت اندېښمن کړی، ځکه چې امریکا ته نژدې دی. سپینه ماڼۍ او د کانګرس اکثریت غړي چین د متحدو ایالتونو قوي اقتصادي‌ او پوځي رقیب بولي. امریکا د نړۍ لومړی اقتصاد او چین دویم دی.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي وویل متحده ایالتونه په کیوبا کې د چین د دغه مرکز د جوړېدو په اړه مستقیمه تبصره نکوي. دغه مقام، چې نه یې ښودل شوی نه دی، ویلي دي: «په لویه کچه موږ د [چین] په هڅو خبر یو چې د لویدیځې نیمې کرې په ګډون په نړۍ کې په بیخ بنايي تاسیساتو پانګونه کوي، چې ممکن پوځي‌ اهداف ولري. موږ له نژدې څخه د حالاتو څارل روان ساتو او ډاډه یو چې په کور دننه او سیمه کې د خپلو ټولو امنیتي تعهداتو د پوره کولو وړتیا لرو.»

دا مطلب هم ولولئ

د امریکا استخبارات: چین یوې ناغوښتل شوې جګړې ته چمتو کېږي

راپورونه وايي چې امریکايي مقاماتو ویلي په کیوبا کې به دا مرکز بیجینګ ته اجازه ورکړي، چې سګنالي استخباراتي چارې مخې ته یوسي،‌ چې د ایمیلونو، تیلیفوني مکالمو، سټلایټي انتقالاتو او یو لړ نورو اړیکو څارل په کې شامل دي.

په همدې حال کې، کیوبا ته د امریکا د متحدو ایالتونو د تر ټولو نژدې ایالت فلورېډا سناتور مارکو روبیو په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «امریکا ته د چین له لوري خطر یوازې واقعي نه دی، بلکې تر دې هم بدتر دی.»

دا خبرونه داسې مهال خپرېږي چې څه موده مخکې امریکایي هوايي ځواکونو د امریکا په فضا کې د چین یو استخباراتي بالون ووېشت او نسکور یې کړ. چین هغه وخت ادعا کړې وه چې دا یو ساینسي بالون و چې د علمي تحقیقاتو لپاره استول شوی و او لاره یې غلطه کړې وه، خو امریکا دا ادعا ردوي.

تېره اوونۍ د تایوان په تنګي کې د چین جنګي بېړۍ د نړیوالو اوبو څخه د تېرېدو په مهال ناببره د امریکا د متحدو ایالتونو یوې بېړۍ ته نژدې تېره شوه.