چین: د طالبانو حکومت د بشپړ دپلوماتیک مشروعیت ترلاسه کولو د پاره اصلاحاتو ته اړتیا لري

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین

چین وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشپړ دپلوماتیک مشروعیت د ترلاسه کولو دپاره د سیاسي اصلاحاتو راوستلو، امنیت تامینولو او له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو ښه کولو ته اړتیا لري.

بیجینګ په رسمي توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، که څه هم دواړه هیوادونه د یو بل د سفیرانو کوربه توب کوي او دپلوماتیکې اړیکې یې ساتلي دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین د سه شنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۴) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چین به اوس د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، وویل: «چین تل په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا نکړل شي.»

هغه وویل: «موږ هیله لرو چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووایي، یو پرانیستی او ټول شموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي، [او ] منځلاري او باثباته کورني او بهرني سیاستونه پلي کړي.»

دا مطلب هم ولولئ طالبان وايي، چین په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفیر منلی دی

وانګ دا هم وویل چې چین له کابل څخه غوښتي چې «د ټولو ډولونو تروریستي ډلو سره په کلکه مبارزه وکړي، د نړۍ له ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي او ژر تر ژره د نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي.»

هغه زیاته کړه، «لکه څنګه چې د ټولو خواو اندېښنو قوي غبرګونونه تر لاسه کړي، په طبیعي توګه به د افغان حکومت د دپلوماتیکې پیژندنې غوښتنه تعقیب شي.»

دا مطلب هم ولولئ طالبانو له چین څخه غوښتي چې د 'یو کمربند، یوه لار' نوښت کې یې شامل کړي

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بیړني ډول له وتلو وروسته د واک د تر لاسه کولو راهیسې د هیڅ کوم هېواد له خوا په رسميت نه دی پیژندل شوی. خو ددې سره سره، کابل او بیجینګ په خپلو کې تعامل ساتلی دی.

طالبانو ژمنه کړې چې هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکاروي، او په بدل کې يې چين د بيارغونې لپاره د اقتصادي ملاتړ او پانګونې وړانديز کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت روان کال د افغانستان په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو خپلواکو انتخابونو، مذهبي عقایدو او ملي دودونو ته درناوی لري.