بیجینګ: د رایو د نتیجو سره سره د چین سره د تایوان 'بیا یوځای کیدل' 'حتمي' دي

د تایوان ټاکنې

د تایوان د جمهوري‌ ریاست په ټاکنو کې د لای چنګ له بریا وروسته، بیجینګ اعلان وکړ چې تایوان به "هرو مرو" د چین سره "بیا یوځای" شي. چین ادعا کوي چې د تایوان خپلواکه ټاپو د دوی د خاورې برخه ده.

د چین رسمي خبري اژانس سینهوا د تایوان په اړه د بیجینګ د دفتر د ویاند چن بینوا د اعلامیې په اساس ویلي، چې په تایوان کې دغه رایه اچونه به "د چین سره د هرو مرو بیا یوځای کیدو بهیر ګډوډ نه کړي."

لای چینګ د تایوان د دموکراتیک ګوند څخه د دریم ځل لپاره ټاکنې وګټلې او ځان یې د تایوان د دموکراتیک ژوند د مدافع په توګه معرفي کړ.

خو چن بینهوا ټینګار وکړ چې دغه رایه به "د تنګي [تایوان] ترمنځ د اړیکو د پراختیا بنسټیز لیدلوری او بهیر بدل نه کړي."

هغه وويل، د بیجینګ دریځ د "ملي يووالي د تحقق په اړه ثابت دی او هوډ او اراده مو د ډبرې په څېر کلک دي."

نوموړي همداشان وويل، چې بېجينګ د بېلتون غوښتونکو فعاليتونو او بهرنۍ لاسوهنې سره سخت مخالفت دی چې د تایوان د خپلواکۍ په هدف ترسره کیږي.

بیجینګ او واشنګټن د تایوان ټاکنې له نږدې څارلې. په داسې حال کې چې امریکا او چین په دې ستراتیژیکه سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره سیالي کوي، تایوان په دې سیمه کې د متحده ایالاتو عمده ملګری ګڼل کیږي.

د چين ولسمشر شي جينپينګ د نوي کال په مناسبت په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې له خپل هېواد سره د تايوان يو ځای کېدل حتمي دي.

بیجینګ د تایوان له ټاکنو مخکې خبرداری ورکړی و چې لای چینګ یو "جدي خطر" دی چې د "خپلواکۍ د شیطاني لارې" په تعقیبولو سره سوله ګواښي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په تایوان کې له ټاکنو وروسته وویل چې هېواد یې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بایډن وویل: "موږ د [تایوان] د خپلواکۍ ملاتړ نه کوو."

چین تل ادعا کړې چې د تایوان ټاپو د دوی د خاورې برخه ده او د اړتیا په صورت کې به یې د چین له اصلي خاورې سره یوځای کړي.

د امریکا د کانګرس له خوا د تصویب شوي قانون له مخې امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، خو ژمنه ده چې له دې ټاپو سره د خپل ځان د دفاع لپاره مرسته وکړي. چین تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ سختې نیوکې کړې دي.

د امريکا او چين اړيکې په وروستيو کلونو کې ترينګلې شوې دي. دا اړیکې د سوداګریزو شخړو، د کورونویرس ناروغۍ، د فکري ملکیت حقونو، د بیجینګ لخوا د خپل هیواد له لږکیو سره د ناوړه چلند، په ځانګړې توګه د اویغور مسلمانانو، په چین کې د بشري حقونو سرغړونې او د هانګ کانګ په اړه د بیجینګ د استبدادي چلند له امله کړکیچنې شوي دي.

پر دې سربیره، د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ مداخلې او له تایوان سره د هغې لانجه هغه نور مسایل دي چې د چین او امریکا ترمنځ یې اړیکې ډیرې ترینګلې کړې دي.