د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د تایوان له ټاکنو وروسته دغې جزیرې ته پلاوی استوي


د متحدو ایالتونو او تایوان بیرغونه
د متحدو ایالتونو او تایوان بیرغونه

د امریکا متحده ایالتونه پلان لري چې په تایوان کې له مهمو ټاکنو وروسته دغې جزیرې ته یو غیر رسمي پلاوی واستوي او چین ته یې د هر ډول پوځي پاروونې په اړه خبرداری ورکړی دی.

امریکا داسې مهال دا خبره کوي چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ په تایوان کې انتخابات وشي. چین ویلي چې له خپلې خاورې سره به د تایوان د یو ځای کولو لپاره له پوځي ځواک څخه هم کار اخلي.

د بایډن حکومت یو مقام د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۰(مرغومې۲۰) په دې شرط چې نوم یې یاد نه شي، خبریالانو ته وویل وړاندیز شوی چې تایوان ته په استول کېدونکي پلاوي کې د امریکا د حکومت مخکني مقامات هم شامل وي، خو ویې ویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.

هغه وویل: «دا کار مخکې هم کېده چې موږ د قوي غیر رسمي مشارکت په اړه له منتخب ولسمشر او له نورو کاندیدانو سره څرګند افهام او تفهیم ولرو.»

هغه وویل چې دا ډول هیئتونه څرګندوي چې د «امریکا چین یوه پالیسي» څه ده او څه نه ده. دا خبره د واشنګټن هغه دریځ ته اشاره ده چې د تایوان د خپلواکۍ ننګه نه کوي. دغه امریکايي مقام زیاته کړه چې دغسې روابط «زموږ په نظر د سولې او ثبات سره مرسته» کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د متحدو ایالتونو د هغه وخت د استازو د خونې مشره ننسي پلوسي تایوان ته سفر کړی و، چې چین یې په اړه قوي عکس العمل ښودلی و او له واشنګټن سره یې پوځي روابط سخت کړي وو.

چین تایوان خپله برخه بولي او ژمنه کړې ده چې یوه ورځ به یې له خپلې خاورې سره یو ځای کوي. په تایوان کې به د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست او پارلمان انتخابات کېږي.

امریکا چین ته د ټاکنو په ضد مسئلې په اړه خبرداری ورکړی. دا انتخابات، چې جدي څارل کېږي، له چین سره به د تایوان روابط هم ټاکي.

دغه امریکايي مقام وویل: «که بیجینګ له اضافي پوځي یا اجباري فشار څخه کار واخلي، دا به پاروونکي وي.»

د چین او امریکا ترمنځ روابط په وروستیو کلونو کې ښه نه وو، خو د نومبر په میاشت کې په سان فرانسیسکو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ له ملاقات وروسته ګرم شول.

دواړو مشرانو هغه وخت ژمنه وکړه چې په پوځې برخې کې به درول شوې خبرې بیا پیلوي او د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې امریکايي او چینایي لوړ پوړیو مقاماتو په پنټاګون کې هم سره ولیدل خبرې وکړي. خو تایوان لا هم د دوی ترمنځ یوه کړکیچنه مسئله ده.

د چین د دفاع وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې واشنګټن باید «تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي او د تایوان د خپلواکۍ مخالفت» وکړي، خو امریکا د تایوان په تنګي او د چین په جنوبي سمندر د سولې او ثبات په ارزښت ټېنګار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG