چین: د تایوان د ټاکنو په اړه د واشنګټن غبرګون خواشینوونکی دی

د تایوان ولسمشر لای چنګ تي

چین د واشنګټن دریځ او د تایوان په ولسمشریزو ټاکنو کې د لای چینګ ټي د بریا هرکلی "ډیر د افسوس وړ" بللی دی.

لای چنګ تي په دې ټاکنو کې د څه دپاسه ۹۰۰زره رایو په ګټلو سره خپل سیال هوو یویي ته چې د کومینتانګ ګوند کاندید و ماتې ورکړه.

په دې ولسمشریزو ټاکنو کې، د لای کمپاین د بیجینګ د دپلوماتیک او د چینایي جنګي الوتکو د ورځنیو الوتنو تر فشار لاندې و.

چین د تایوان د ملکیت ادعا کوي او د خپلې خاورې سره ددې ټاپو د یوځای کولو لپاره د پوځي اختیار له کارولو څخه انکار نه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ لای ته د بریا مبارکي وویله او د هغه څه لپاره یې د تایوان د خلکو ستاینه وکړه چې "د هغویی د فعال دموکراتیک سیسټم او ټاکنیز بهیر د پیاوړتیا ننداره" یې بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) وویل چې د امریکا دغه اعلامیه "د تایوان د خپلواکۍ بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته ناسم پیغام استوي".

د چین په غبرګون کې ویل شوي چې "موږ دا (پیغام) په کلکه د خواشینۍ وړ ګڼو او موږ یې سخت مخالف یو او له امریکا سره مو په دې اړه جدي خبرې کړې دي".

د چین د بهرنیو چارو وزارت همداشان ویلي چې د امریکا دا اعلامیه "د یو چین له اصولو سره په جدي توګه په ټکر کې ده".

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له واشنګټن څخه وغوښتل چې له تایوان سره خپل رسمي تعامل ودروي.

چین تایوان ته د متحده ایالاتو د یو پلاوي غیر رسمي سفر ته چې د یکشنبې په ورځ په تایوان کې د متحده ایالاتو سفارت لخوا اعلان شو، غبرګون نه دی ښودلی.