امریکا، چین، روسيه او پاکستان پر افغانستان غونډه کوي

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) وویل ټاکل شوې ده یو جګپوړی امریکایي دیپلومات روانه اوونۍ په چین کې له چینایي، روسي او پاکستاني مقاماتو سره په افغانستان خبري اتري‌ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې چین د طالبانو یوه هئیت ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې ددې غونډې کوربه توب به د افغانستان لپاره د چین خاص استازی یو شیایونګ کوي.

انټرفاکس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د سه شنبې په ورځ ناوخته د خبرو په هدف د چین ټونژي ښار ته رسیدلی دی.

لاوروف د تیرې یوې میاشتې راهیسې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر ډېره د باندې سفر نه دی کړی. نوموړي یوازې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملاقات په هدف ترکیې ته سفر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د "توریکا پلس" په غونډه کې به د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازی توماس ویست ګډون وکړي.

د توریکا پلس په ډله کې د پاکستان په شمول د نړۍ ستر قدرتونه متحده ایالت، چین او روسیه ګډون لري.

دا خبري په اوکراین د روسیې د برید له امله وځنډیدې، په افغانستان کې اقتصادي او بشري مشکلات په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدو او د نړیوالو مرستو تر بندیدو وروسته نور هم ډیر شول.

د "توریکا پلس" د غړو غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو له خپلو مخکنیو ژمنو خلاف له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو څخه ډډه وړه، هغه اقدام چې د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی دی.

د طالبانو دا اقدام همدارنګه ددې لامل شو چې متحده ایالات په دوحه کې له طالبانو سره خپلې خبري لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا پریکړه له یادې ډلې سره د واشنګټن په تعامل کې د تغیر د رامنځ ته کیدو لامل کیدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي واشنګتن په دې باور دی چې د توریکا پلس غړي په دې کې مشترکې ګټي لري څو طالبان د یوه همه شموله حکومت، له ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

چینایي‌ مقاماتو ویلي دغه لیدنه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوېده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو د چین د ختیځ ولایت انهوی کې سره وویني.

په دې ملاقات کې چې مشري یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او له پاکستان ، ایران، روسیې، تاجکستان ، ترکمنستان، ازبکستان، اندونیزیا او قطر څخه دیپلوماتان هم ګډون کوي.